کور / تازه خبرونه / نعيمي : مرکزي او مرستندويه ټولنې دي دخلکو په غوښتنه پروژې پلي كړي

نعيمي : مرکزي او مرستندويه ټولنې دي دخلکو په غوښتنه پروژې پلي كړي

دخوست ولايت والي عبدالجبارنعيمي ددغه ولايت دټولو سکتورونو له
مسوولينو سره ديوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې چې نن ورځ ترسره شوه ،په
ياد ولايت کې دخلکو په غوښتنه دانکشافي پروژو دتطبيق په برخه کې دمرکزي
ادارو اونړيوالو مرستندويه ټولنو اوبنسټونو دمرستو په اړتيا باندې
هراړخيزه خبرې وکړي.
نعيمي وويل په خوست کې امنيتي حالت ډاډمن او دبيارغونې او پراختيايي
کارونو لپاره ښه زمينه مساعده شوې ده ،که چيرې مرکزي ادارې ،نړيواله
مرستندويه ټولنې او بنسټونه ددغه ولايت دولسونو غوښتنې ،ستراتيژيک اهميت
او موقعيت ته په ځانګړې توجه سره دانکشافي پروژو دتطبيق په برخه کې اساسي
مرستې وکړي ،دډيرو ستونزو دهواري ترڅنګ به دخوست دخلکو هغه ګيله له منځ
څخه لاړه شي چې له مرکزي ادارو اونړيوالو مرستندويه ټولنو اوبنسټونو يې
لري.
خوست والي له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل چې دخوست
دپنځه کلن ستراتيژيک پلان دتطبيق او انکشاف په برخه کې ورسره عملي مرستې
وکړي،دسکتورونو مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې مرکزي ادارو اونړيوالو
مرسته کوونکو ټولنوته دمرستې اوهمکارۍ په موخه شوي اساسي وړانديزونه
تعقيب کړي.
دټولو سکتورونو مسوولينو په خپل وار سره ټولې هغه بنسټيزې پروژې په ګوته
کړې چې تطبيق يې دمرکزي حکومت او نړيوالو مرسته کوونکو له ځانګړې توجه
اومرستې سره نيغ په نيغه اړيکه لري ،دخوست ولايت دسکتورونو مسوولينووويل
که چيرې اوس مهال مرکزي ادارې اونړيوال مرسته کوونکي له خوست سره خپلې
مرستې په عملي توګه اعلان کړي دلنډ او اوږد مهال لپاره به ددغه ولايت
دادارې او خلکو لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.
ديادونې وړ ده چې دخوست ولايت دپرمختګ اوپراختيا لپاره هراړخيزه هڅې
روانې دي او ددغه ولايت ولسونه په دې تمه دي چې مرکزي حکومت او مرسته
کوونکې بايد خوست ته زياته توجه وکړي.