طالبانو او انصار المجاهدین ډلو ګواښ کړی که چیرې دپاکستان دپوځ په مرکز دحملې تورن کسان اعدام شي په لوړرتبه حکومتي چارواکوبه بريدونه ترسره کړي .دپاکستان دطالبانو ډلې ویندوی رسنیو ته له ګواښه دډک لیک په استولو سره وویل که چیرې داګست په ۲۳ نیټه ډاکټر عثمان له خپلو ملګرو سره یوځاې په فیصل اباد زندان کې اعدام شي نو دپاکستان دمرکزي او پنجاب صوبې په دوو(۲) لوړرتبه چارواکوبه بريدونه وکړي هغه وویل دطالبانو ددغو دوو(۲) غړیو داعدام کیدا په بڼه کښې ځان وژونکي ډله دانتقام داخیستلو لپاره چمتو ده .دپاکستان دانصارالمجاهدین ډلې ویندوی ابو بصیر هم رسنیو ته په ټیلي فوني تماس کښې ګواښ کړی دی که چیرې ډاکټر عثمان او دهغه ملګري اعدام شي نو په هیواد کې به دځان وژونکو بريدونو نوي لړۍ پیل شي بله خوا د حکيم الله محسود په مشرۍ د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ وايي، چې ددغه هېواد له نوي حکومت سره جګړې يا خبرو اترو دواړه ته چمتو دي.د پاکستاني طالبانو د سياسي کومېټې غړي احسان الله احسان، د پنج شنبې په ورځ ددغه هېواد د رسنيو په نوم پخپل پېغام کې ويلي، چې دوى د پاکستان له نوي حکومت سره جګړې او يا خبرو اترو دواړو ته چمتو دي.خبرځاى همدا راز ليکي، چې د طالبانو د سياسي کومېټې غړي احسان الله احسان پخپل پيغام کې پر حکومت غږ کړى، چې د دوى پرخلاف يې د عملياتو پرېکړه وکړه، نو دوى به هم د حکومت پرخلاف ځوابي بريدونه پيل کړي.د پاکستاني رسنيو د خبر له مخې، دا څرګندونې د پاکستاني وسله والو طالبانو د غورځنګ د سياسي کومېټي غړي احسان الله احسان، چې پخوا ددغه ګوند وياند و، د پنج شنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چوهدري نثار احمد د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې نوموړي په همدغه ورځ يوې خبري غونډې ته کړې وې.د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دغې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو، چې حکومت به يې ډېر ژر ددغه هېواد د ټولو سياسي ګوندونو د يوه ټول ګونديز کنفرانس له لارې دا پرېکړه وکړې، چې آيا له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي او يا يې پرخلاف عمليات پيل کړي.ړنوموړي په دې اړه ويلي وو:زموږ حکومت اوس هم دا غواړي، چې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي. خو که چېرې زموږ سياسي ګوندونو پرېکړه وکړه، چې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات وکړل شي، نو حکومت به هرومرو دا ګام هم پورته کړي.”