کور / تازه خبرونه / خوست:د ٢٦سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

خوست:د ٢٦سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

په خوست ولايت کې د IOM مرستندويه ادارې په چوکاټ کې دHAP پروګرام د لارې د شپږويشتو هغو کورنيو سره د (( درې سوه شپېته زره )) افغانيو په لګښت مرسته وشوه، چې د سېلابونو راوتو له امله زيانمن شوي وې.

دغه سېلابونه چې د اختر نه څو ورځې مخکې دخوست په مرکز او ولسواليو کې د سختو بارانونو داورېدو له امله راوتلي وو، زيات شمېر کورنيو ته يې د سر او مال زيانونه اړولي وو.

دخوست د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې دغو سېلابونو په مرکز او ولسواليو کې دوولس تنه شهيدان او٧ تنه يې ژوبل کړي وو او په ورته بڼه يې د خلکو کورونه، دوکانونه، کرنيزې ځمکې، استنادي دېوالونه او عام سړکونه تخريب کړيدي.

هغه مرستې چې سېلاب ځپلو کورنيو ته ووېشل شوې، په کې خېمې، ترپالونه، ستلونه، کمپلې، د پخلنځي سامان الات اوځينې نور د کورنۍ د اړتياوو په پام کې نيولو سره شيان شامل وو.همداشان د اوبو د صفا کولو درمل ((کلورين)) هم ورکړل شول.