دافغانستان دولسي جرګې دغړې فریبا«احمدی» تښتوونکوویلي،چي دهغي دخوشي کیدولپاره دڅلوروطالبوبنديانودازادولوغوښتنه کړېده.په غزني کې يوامنيتي چارواکی وايي،چي په افغان ولسي جرګه کې دکندهاردخلکواستازې فرېبا«احمدی» کاکړچې،څوورځې مخکې تښتول شوې وه،لاتراوسه له تښتوونکوسره بندي ده.طالبانو دهغي دخوشي کولوپه بدل کي خپل شرطونه په ډاګه کړي دي.
خولاتراوسه څرګنده نه ده،چې وسله والومېرمن کاکړکوم لوري ته بېولې ده.دغزني امنيتي چارواکي ويلي،چي دمېرمن کاکړدخوشي کولولپاره دقومي مشرانوله لوري هڅې پيل شوې اوروانې دي.
دغزني دغه امنيتي چارواکي زیاتوی،چي دمېرمن کاکړدوي لوڼې، يوزوی اوموټروان دقومي مشرانودهڅوپه پايله کې خوشي شوي دي.
خوځیني خبری سرچیني بیا وایې،چي طالبانودفریبا«احمدی» کاکړدخوشي کولولپاره پیسي غوښتي دي،بل لوري دفریبااحمدی کورني هم منلي،چي ددي دخوشي کیدوپه بدل کي پیسي ورکوي .ولي دغه خبرډیروخبری سرچینونه دي تائیدکړي.