کور / تازه خبرونه / بان کې مون : د پاکستان او هند منځګړیتوب ته چمتو يم

بان کې مون : د پاکستان او هند منځګړیتوب ته چمتو يم

اسلام اباد: د ملګروملتونوسرمنشي بان کې مون پاکستان ته په دوه ورځنې سفر راغلى دى ، چې له پاکستاني مشرانو سره خبرو کې به یې د سیمې امنیت او افغانستان هم مهم موضوعات وي.ټاکلې شوې بان کي مون به له ولسمشر اصف زرداري، لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره خبرې وکړي.نوموړی به به د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو په جوړېدونکو مراسمو کې هم ګډ‌ون وکړي.پاکستان ته تر سفر وړاندې د ملګروملتونو سرمنشي د پاکستان رسمي خبري اژانس اې پي پي ته وویل چې له لومړي وزیر نواز شریف سره به د افغانستان پر مسالې وغږېږي او وايي چې ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان همکارۍ ته هیله مند دی.ښاغلي مون افغانستان کې د امنیت لپاره د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.هغه وویل: “له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل به یوازې د افغان ولس او د حکومت لپاره نه، بلکې د ملګروملتونو او دسیمې د هېوادونو لپاره هم یوه ننګونه وي”.ده زیاته کړه، چې د امریکا په ګډون د ناټو په غړو هېوادونواو ځینو مهمو اروپایي هېوادونو یې ټینګار کړی چې افغان ځواکونوته دې سامان الات او نور وسایل برابر کړي چې د افغان پوځ صلاحیت پیاوړی شي.د پاکستان په قبایلي سیمې کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې بان کي مون وویل چې د دې بریدونوپه پایلو کې د ملکي وګړو په وژنه او ټپي کېدوډېراندیښمن دی.”د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان او هند ترمنځ په روانې لانجې اندېښنه وښوده او وویل چې د کنترول پر کرښه د ډزو د تبادلې په پایلو کې پر مرګ ژوبله خواشینی دی.هغه وویل که چېرې هند او پاکستان دواړه پرې راضي شي، د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي ختمولو لپاره منځګړیتوب کولو ته چمتو دی.د پاکستان په قبایلي سیمې کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې بان کي مون وویل چې د دې بریدونوپه پایلو کې د ملکي وګړو په وژنه او ټپي کېدوډېراندیښمن دی.هغه ټینګار وکړ چې د دې الوتکواستعمال کې باید له نړيوالو قوانینو سرغړونه ونه شي.