کور / تازه خبرونه / پاکستان په هند کې د سفارت کارکونکي کموي

پاکستان په هند کې د سفارت کارکونکي کموي

دهندوستان یوې ورځپاڼې ادعا کړي ده چې دپاکستان خارجه وزارت لومړي وزیر نوازشریف ته سپارښتنه کړي ده چې په نوي ډيلي کښې دپاکستان په سفارت کښې د کارکونکو شمیر کم کړي ځکه چې هغوې له ګواښ سره مخامخ دي او بله دا چې دکشمیرد کنټرول کرښې په اوږدو کښې دهندوستان عسکرو په ډزو سره خلاف ورزي کړي ده .دهندوستان دغه ورځپاڼې چې نوم ته یې اشاره نه ده شوي ادعا وکړه پاکستان په نوي ډيلي کښې دخپل سفارت دکارکونکو دشمیر په کمولو غور کوي ځکه چې دهندوستان مسولان دپاکستان دسفارت کارکونکو ته دامنیت دبرابرولو په کار کښې ناکامه شوي دي پاکستان په اسلام اباد کښې دهندوستان سفیر احضار کړ او دهندوستان دامنیتي ځواکونو لخوا دکشمیر په کنټرول کرښه کښې یې په ډزو سخته اندیښنه وښودل بلې خوا دهندوستان دفاع وزیر ای کی انتوني ویلي دي چې حکومت مونږ ته د ډزو لپاره کامل اختیار راکړی دی