ادې مې دې خدای پاک اوس وبښي راته یې ویل ته چې پیدا شوې یې د هماغې ورځې راهیسې دې پلار زما سره غوښه او چاړه دی. هره ورځ همدا ستغې سپورې کوي چې ” ته خدای لور زیزونې ته هست کړې یې او بس بل د هیڅ کار نه یې ، ستا نه خو هغه د کلي د ډم ښځه هم ښه ده، پوره یو درجن زامن یې ورته زیږولي او یوه ته یې چې ما دې په غیږ کښې د لور نه بغیر بل څه ونه لیدل”
کاش چې زما خدای بښلی پلار نن ژوندی وای او دا پوښتنه یې راځواب کړې وای چې وه د خدای ظالمه اوس پدې کښې زما او زما د مور څه ګناه ده. ګیله خو ته د الله ج نه کوه چې ته یې د زوی لایق کړی نه یې. زه او زما مور خو بې وسه یو.
که ریښتیا ووایم کله چې زه پدې خپل چم ګاونډ کښې د وروڼو، پلرونو او د ټولنې د سړیو او ښځو لخوا په میرمنو دا تجارت او پیسو ټولو کاروبار وینم نو په بې وسۍ التجاع کوم چې خدایه کاش چې زه دې هم نر پیدا کړی وای او که داسې نه وای هیڅ دې نه ومه هست کړې خو پدې کښې هم بې وسه یم.
دنیا ته نجلۍ پیدا کیدل زما بې وسي ده، د پلار په زړه کښې د نفرت لیرې کولو هلې ځلې زما بله بې وسي ده… هغه چا ښه ویلي دي.
” پلاران په لوڼو خپه کیږي … بې وسه لوڼې یې دعا کښې یادوینه.. اوف اوف نو.”
په ټولنې کښې د ناموس او عورت په نامه د خلکو نه پټیدل، په بازار، ښوونځي، کار، روغتون او بل هر ځای کښې د خلکو د ناولو سترګو نه ځان ساتل او د کورنۍ عزت ساتل ټولې زما بې وسۍ ګڼل کیږي. ته به وایي چې دا بي وسي ټوله خدای د میرمنو په غاړه اچولې نو دا سرخوړلي نارینه ګان بیا د څه لپاره دي خو یاره چا ته وایې. د یرې غږ کولی نشم … د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه.
په پښتون ټبر کښې په دوه مسلو کښې سړي وژل کیږي، یوه د پولي پټي مسله او بله د خور، مور او لور دعزت مسله. پښتانه هر کړاو په ځان تیروي، د هر چا ترخه او سپکه سپوره زغمي خو د خپلې شملې د پت او عزت د ساتلو په خاطر بیا د خپل ځان نه هم تیر وي. ځان هم وژني او هغه څوک هم وژني چې د ده پت ته یې سپک کتلې وي. مثلاً د هغه لور، خور، مور یا ښځې په اړه یې اوتې بوتې کړې وي او یا یې ماذې د هغوي نوم اخیستی وي. پښتانه چې کله پوه شي دښمن به ښایي پرې غالبه شي لومړی خپلې میرمنې پدې خاطر وژني چې پت یې خوندي شي او دا پیغور یې راتلونکو نسلونو ته پاتې نشي چې په فلاني وخت کښې د فلاني د عزت سره د فلاني او ډونګري لخوا داسې داسې وشو. چې په پښتو پوهیږي پدې مسلې یې سر خلاص وي چې پښتو یوازې ژبه نه بلکه دا یو قانون دی، داسې قانون چې هر څه پکښې لکه د اوبو راڼه او روښانه دي. خو چې یوازې پښتو وایي او پښتو نکوي هغوي بیا له بده مرغه پدې نه پوهیږي.
خو…. دا د پخوانیو شمله ورو پښتنو خبره ده اوس دا خبرې افسانې دي او کیسې ترې جوړې شویدي.. اوس د خور، لور ، مور او ښځي عزت په آزاد بازار کښې لیلام دی، پښتون د خپلې خور او لور عزت په بازار کښې پدې بهانه لیلام کړی چې ځان د ټولنې د نورو افرادو سیال کړي..
زه درته د خپلې بې وسۍ څومثالونه وایم….
– یو پښتون پلار او ورور خپله لور یا خور په ډک میدان کښې د سړیو مخې ته د کلتور او روښانفکرۍ په نامه ګډوي اوس تاسو قضاوت وکړئ چې دا کتلور او که زما د عزت پر سر سوداګري دي خو زه د خپلې بې وسۍ په خاطر غږ نکوم.
– بل پلار او ورور مې بیا د خلکو په منځ کښې د پیسو په خاطر ګډا کولو ته مجبوره کوي او همدا کسان چې ځان د ” شمله ورو” پښتنو لمسیان او میراث خوران ګڼي راته ناست وي او زما ښایست ته پسخیږي. څوک را باندې پیسې شیندې ، څوک مې د عزت د سودا خبرې کوي او ځیني بیا راباندې مئین شي او وروسته بیا مې پدې خاطر وژني چې بل چاته به نه ګډیږم.. که مې وس رسیدلی د داسې پلار، ورور، میړه او زما د عزت سوداګرو سرونه به مې یې یو په بل پسې غوڅ کړي وای او دا دنیا به مې د دله ګانو نه پاکه کړې وای.. خو بیا هم بې وسه یم او بې وسه یم…….
– یوه بله ډله هم در پیژنم: دا ډله ځانونه زما خواخوږي او غم شریکان ګڼي. راته وایي ستا حق تلف شوی، ته دې خپل حق نه پیژنې، تا ته خدای ستر مقام درکړی خو ته ناخبره یې، د خاوند، ورور او پلار نه دې خپل حق وغواړه. په لومړي سر کښې خو ما ویل لکه چې همدا خلک به ښایي حق حقدار ته وسپاري ځکه په ظاهر کښې ما ته د ټولو نه همدا خلک ښه ښکاریدل خو وروسته چې پوه شوم د دوي په بډه کښې هم پیاز و.
راته مالومه شوه چې دا که خبریالان دي یوازې د خپلو پروګرامونو د چلولو په خاطر زما د بې وسۍ په سر سوداګري کوي. که غیرې دولتي مؤسسې دي زما په سر پیسې اخلي او خپلې مزې چړچې پرې کوي. که نړیواله ټولنه ده د خپلو ناوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره زما بې وسي بهانه کوي، که شاعر دی د خپل شعر د ښکلا او بازار لپاره زما بې وسي انځوروي، لیکوال یې هذالقیاص. پولیس، حکومتي مامور ، وکیل او سپین ږیري مې بیا د خپل قدرت د بقا په خاطر ځانونه زما د بې وسۍ مدافعین ګڼي. خو که ریښتیا درته ووایم په والله که یې یو هم د خدای د رضا په خاطر زما غمخوره وي، بس زه د هر چا لپاره د کاروبار آله یم.
هر سړی تر خپل مطلبه پورې یا دی…. ما د خدای لپاره یار لیدلی ندی.
زه د لوژې مرم او دوي راته وایي ستا د مکتب حق خوړل شوی، زه د ځان پټولو لپاره جامې نلرم دوي راته د ډیموکراسۍ سندرې وایي، زه د ویرې د شپې په کاله کښې ډیوه نشم بلولی دوي راته د غربي ژوند کیسې کوي. دوي په ظاهر کښې ځانونه زما د حقوقو مدافع وکیلان بولي خو په باطن کښې خبره داسې نده، اصلاً دوي هم زما حق خوري ځکه دوي پدې ندي خبر چې زما حق څه شی دی بس خو چې چا ورته هر څه په خوله ورکړل او څه یې ورته په غوږونو کښې پو کړل، هماغه یې زده وي او بس. دوي ناست په لندن او واشنګټن کښې دي او زما د حق غوښتنه په زنګاوات او مارجې کښې کوي. تاسو څه خبر یاست چې زه څه غواړم او بله دا چې تاته دا حق چا درکړی چې زما د حق پوښتنه وکړې که په ریښتیا هم تاسو زما وکیلان یاست، نو آیا تاسو زما نه دا اجازه اخیستې چې زما وکالت وکړئ او که نه خپل په سر لګیا یاست.