کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: دPRT ماموريت پای ته ورسيدئ

ميدان وردګ: دPRT ماموريت پای ته ورسيدئ

په ميدان وردګو ولایت کې له شاوخوا اوه کلن ماموریت وروسته د ولایتي
بیارغانې ډلې ماموریت پای ته ورسید.په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې چې د دغه ولایت مرکز میدان ښار د ولایتي بیارغاونې ډلې په مرکز کې جوړه شوې وه،د دغه ولایت د والي سربیره په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر،د پوهنې وزارت مرستیال، امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د ولایتي شورا مرستیال او د دغه ولایت دبېلابېلو
ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ ترکیې هېواد څخه مننه وکړه،چې د خپل ماموریت په دوره کې یې په دغه ولایت کې یوسلو دولس هغه پروژې چې د دغه ولایت خلک به ورڅخه تر ډېرو کلونو پورې ګټه واخلي ترسره کړي.
ده د مثال په توګه د ترکیې هېواد د ولایتي بیارغاونې ډلې له لورې د مسلکي
انسټیټوټ ،د پولیسو روزنیز مرکز ،د شیدو د پروسس مرکز،سړو خونو،روغتونونو
ته ودانۍ او ځینې نورو پروژو د پلي کولو څخه یادونه وکړه.
د يادوني وړ ده چي د تېر کال راهيسي د افغانستان په زياترو ولايتونو کي د ناټو غړو هيوادونو لخوا د ولايتي بيارغوني ټيمونه يا پي آر ټي ګاني تړل سويدي.