د خوست په ولايت كې د شمل په نوم د يوه سيند پرسر د يوه لوى پل د جوړولو چارې پيل شوې.
دا پل چې د خوست ولايت سپېره او د پكتيكا درې ولسوالۍ له خوست ښارسره تړي په جوړولو به يې د فوايد عامې وزارت لخوا څلوېښت ميليونه افغانۍ ولګول شي.
خوست والي ارسلاجمال د دغه ولايت د دوه منده په ولسوالۍ كې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال وويل چې دغه پل يو سلو شپېته متره اوږد والى او نهه متره پلنوالى لري او د ده په خبره كه چېرې دې پل ته د سيلابونو له امله د زيان اړولو خطر متوجه شي نو دواړو عاړو ته به يې استنادي ديوالونه هم ورجوړ كړي او د دې كار لپاره به نورې پيسې هم بېلې شي.