طالبان وايي دوى د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې نکوي
طالبان وايي دولت د کابل په ښار کې د خپرو شوو اعلاميو له لاري خلکو ته خبرداری ور کړى چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي چې ګواګي طالبان به د اختر په ورځو کې په جوماتونو، تکیه خانو او د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې کوي.
طالبان وايي چي ددولت دا عمل په کلکو ټکو غندي، خپل متدین او مجاهد ولس او ټولې نړۍ ته په ډاګه وايي چې دوى لکه څرنګه چې له ډير پخوا څخه په وار وار دا خبره کړې اوس یې یو ځل بیا اعلانوي چې دخلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې کول او دعامو خلکو په نښه کول نه یوازې دا چې د اسلامي اصولو او خپلو جهادي مقرراتو خلاف عمل بولي بلکې د انسانيت پر خلاف یې یو ستر او نه بخښوونکئ جنایت ګڼي.
ذبيح الله مجاهد وايي دولت داسي اعمال د طالبانو د بدنامولو او ددي د پاره كوي چي افغان مجاهد او غیرتي ولس دغه مبارکې شپې ورځې په ډار او وام کې تېرې کړي.
طالب وياند تور لگوي چي له دې نه معلومېږي چې دولت به پخپله ددا رنګه جنایت تصمیم نیولی وي ، چې جنايت به پخپله کوي او پړه به یې پر طالبانو ور اچوي.
کور / تازه خبرونه / ذبیح الله مجاهد:دعامو خلګو د ګڼي ګوڼي پر ځايونو بريد ستر او نه بخښوونکئ جنایت دی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه