کور / تازه خبرونه / پرويز مشرف محکمې ته حاضر نه شو

پرويز مشرف محکمې ته حاضر نه شو

اسلام اباد:د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرويز مشرف ونه توانید په راولپنډۍ کې هغې محکمې ته پر وخت حاضر شي چې ښایي هلته د دغه هیواد دپخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو په وژنه تورن شي.د ښاغلي مشرف یوه وکیل الیاس صدیقي ویلي سیمه يیزو چارواکو د دوی د موکل د خوندیتوب لپاره کافي شواهد نه درلودل او دا چې د ښاغلي مشرف خوندیتوب ډاډمن نه وو.اسلام آباد او راولپنډۍ دواړه د استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله په لوړه کچه بیړني حالت کې دي.د ښاغلي مشرف محاکمه د اګست شلمې نیټې ته ځنډول شوې ده.