د ښځو چارو دوزارت مسلکي مرستیاله مژګان مصطفوي ددوشنبې په ورځ د ولسي جرګې د ښځو چارو له رئیسې سره یو ځای د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته په ټاکنو کښي د ښځو د ونډي اخیستلو پالیسي وړاندی کړه.آغلې مصطفوي وایي چي په ورسپارل سوي پالیسي کښي پردې ټینګار سوی دئ چي په راتلوونکو انتخاباتو کښي د ښځو ونډه باید ۵۰٪ وي. هغې پر دې ټینګار وکړ چي د سیاسي واک انتقالول د ښځو پرته نیمګړی دئ.
په ياده غونډه کښي په ولسی جرګه کښي د ښځو د کمیسیون رئیسه فوزیه کوفي وایي چي د ټولټاکنو کمیسیون باید حداقل په سلو کښي ۳۰ ٪ ونډه په انتخاباتو کښي ښځو ته ورکړي.
په ورته وخت کښي د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ژمنه وکړه چي د انتخاباتو په تر سره کولو او د نوم ثبتوني په پروسه کښي به د ښځو ونډي ته خاصه پاملرنه کوي. ضیاء الحق امرخیل وایي چي د دوی کمیسیون توانېدلای دئ چي حتی په نا امنو ولایتونو کښي په خپلو دفترونو کښي ښځینه کار کوونکي استخدام کړي.
د یادونی وړ ده چي دا لومړنۍ پالیسي ده چي د افغانستان د ښځو چارو وزارت له خوا د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارل کیږی. د ښځو چارو وزارت له ورکړل سوي معلوماتو له مخي په تیرو ټولټاکنو کښي د ښځو ونډه په سلو کښي ۳۰٪ وه.
کور / تازه خبرونه / د ښځو چارو وزارت په ټولټاګنو کښي د ښځو د ونډي اخیستلو پالیسي د انتخابات کمیسیون ته وسپارل