د کندهار پريس کلب لخوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي په ځينو ويبپاڼو کې په مستعارو نومونو يو شمېر داسي ليکني خپريږي چي د شخصيتونو له ترور او بدنامولو پرته بله هيڅ معنا نه لري.
په اعلاميه کي اندېښنه څرګنده سوېده چي دداسي ليکنو خپرول ستونزې ټوکوي او شخصيتونو ته پکې زيان رسېږي ، په اعلاميه کي راغلي چي تر ټولو لويه اندېښنه دا ده، چې که په هېواد کې راټوکېدلې ازادې رسنۍ ټاکلو اصولو او حدودو ته ځانونه پابند نه کړي او دغه راز مسايل خپروي، نو د بيان ازادۍ او د ژورناليزم نړيوالو نورمونو ته لوى زيان اړوي.
کندهار پريس کلب له خبري ويبپاڼو څخه د دغسې مطالب د نه خپرېدو سپارښتنه کړېده او له اړوندو مسوولو ادارو غواړي، چې پر رسنيو څار زيات کړي.
د يادوني وړ ده چي څو ورځي مخکي په بېنوا ويبپاڼه کي يوه ليکنه او څو عکسونه خپاره سوه چي ليکوال يې د کندهار پر مرستيال والي عبدالقديم پتيال ، کندهار ښاروال او د اطلاعاتو او کلتور ريس د شرابو څښلو او خپلو مسوليتونو ته د نه پاملرني تور لګولی و .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال په دې د لراوبر سره په خبرو کي د چا نوم وانخست خو ويې ويل “دا د هغو جنګسالارانو او قانون ماتونکو يوه دسيسه ده چي میلیونونه ډالر يې له لاسه وتلي اوسیاسي ارزښت يي کم سوی دی”.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه