کور / تازه خبرونه / كندهار: د چاودني مرګ ژوبله ۲۶ تنه سوه .

كندهار: د چاودني مرګ ژوبله ۲۶ تنه سوه .

په كندهار كي د سوي چاودني مرګ ژوبله ۲۶ تنو ته ورسيده .
چاودنه نن سهار څه كم نهه بجي د كندهار ښار لويديځ لوري ته د باغ پول په سيمه كي د ګنج ( اهلي حيواناتو ) په بازار كي سوي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې په چاودنه كي د چاوديوني سمبالوونكى او دري تنه ملكي كسان وژل سوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي .
هغه وايې چاوديدونكي توكي په يوه لاسي ګاډي كي ځاى پر ځاى سوي وه .
په ياده سيمه كي هره دوشنبه دغه بازار جوړيږي .