پيښور ( هيواد خبر ) په پيښور د يوه موټر د سى اين جى گيس ډبه چاوديدلو له امله پنځه تنه ژوبل شول د پوليسو د وينا ترمخه د خيبر روډ د سى اين جى گيس په مرکز ښې په يوه موټر کښې هغه مهال چاودنه وشوه چې کله يې موټر د گيس ډبه ډکوله په پيښه کښې په موټر کښې ناست د دوو ښځو په شمول پنځه تنه ژوبل شول.
پيښور ( هيواد خبر ) کوهاټ کښې بم چاودنه وشوه په چاودنه کښې يو ميوزک سنټر ويجاړ شوى او شپږ تنه ژوبل شويدى چې پکښې د څلور تنو حالت د پام وړ بلل کيږي د پوليسو ترمخه چاودنه په بانو مارکيټ کښې د ارشد په نوم ميوزک سنټر کښې وشوه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې کله يوه ناڅرگند کس چاوديدونکې توکي وغورځول او وتښتيدى پدغه پيشه کښې شپږ تنه ژوبل شويدي چې پکښې د څلور تنو حالت د پام وړ بلل کيږي.
پيښور ( هيواد خبر ) د مهمند ايجنسۍ په مرکز غلنۍ کښې د نابلده وسلوالو پر سرکاري ودانيو بردو وکړ د راپورونو ترمخه د مهمند ايجنسۍ په سيمه غلنى کښې نابلده وسلوالو پر کاري تنصيباتو راکټي بريد وکړ د بريد وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات تر سره کړل خو چا ته د مرگ ژوبلې اوښتو راپور ندى تر لاسه شوى.
پيښور ( هيواد خبر ) وکيلانو پر ولس باندې د مالي مرستې غږ وکړ د سترې محکمې د وکيلانو اتحاديې د لسم جون څخه د عدليي د بحالۍ لپاره پيل کيدونکې لانگ مارچ (اوږدلاريون) لپاره د هيوادوالو څخه د مالي مرستي غوښتنه کړيده د اتحاديي لخوا په خپره شوې اعلاميه کښې په ډاگه شويده چې اوږدولاريون به د جون د مياشتي پر لسمه نيټه پيل شي چې مالى لګښت يې وکيلان په خپله ادا کوى خو دغه يوه قومي فريضه ده ځکه د سوداگرو صنعتکارانو ټرانسپورټرانو او عام خلکو څخه د مالى مرستې غوښتنه شويده، دغه مالي مرسته د بانک چيک بانک ډراپ يا د نغدو کالدارو په صورت کښې د ستري محکمې د وکيلانو د اتحاديي په بانک اکاونټ يا د ضلعې پر سطحه د اتحاديو د مشرانو سره جمع کولى شى.
پيښور ( هيواد خبر ) د شمالى وزيرستان په سيمه ميران شاه کښې د سي ډي پتيو د دولس دکانونو په شمول اتلس دکانونه په چاوديدونکو موادو سره والوزول شول د راپورونو ترمخه دغه پيښه د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه په زوړ گهړى منډي کښې رامنځته شوه چرته چې چاوديدونکي مواد د سى ډى پيتو په يوه سنټر کښې ځاى په ځاى کړل شوي وه په چاودنه کښې د دولس سي ډى سنټرونو په شمول ټول اتلس دکانونه په بشپړه توگه تباه کړل شول گڼو نورو دکانونو او نږدې وداينو ته هم زيان اوښتى دى په پيښه کښې د مرگ ژوبلې خبر ندى ترلاسه شوى.
پيښور (هيواد خبر ) اټومي سائنسدان ډاکټر عبدلقدير خان ويلي دي چې ليبيا ، ايران او شمالي کوريا ته اټومي رازونه ورکولو کښې لاس نه لرم فرانسوى خبري سرچينې د راپور ترمخه اټومي سائنسدان ډاکټر عبدالقدير خان د امريکايي ميډيا سره په خبرو اترو کښې ويلي دي چې د اورپا څه کسانو ايران او ليبيا ته زروي ټيکنالوجى ورکولو سره پيسې وگټلې ډاکټرقدير زياته کړيده چې د شمالي کوريا سائنسدانان د روسيې لخوا روزل شويدي او د شمالي کوريا ټيکنالوجى تر ټولو ښه ټيکنالوجى وه نوموړى زياتوي چې د جرمني سهيلي کوريا او فرانسوي سيپلائزر سره د اټوم بم نښې وي او هغوى دغه مواد خرڅول ځکه ما څوک د دغى زمه وار نشي بللې.
پيښور (هيواد خبر ) د صوبه سرحد د جيل او خانه جات وزير ميا نثار گل کاکاخيل د ټولنې د مرسته کوونکو کسانو څخه غوښتنه کړيده، چې د صوبې په مختليفو جيلونو کښې د بنديانو د خلاصون او هغوى ته د نورو اسانتياوو برابرولو لپاره دي مالي همکاري وکړي دغه خبرې نوموړي د لومړى وزير د هداياتو لاندې د پيښوردمرکز بنديخانې څخه خوشي کړل شوو بنديانو په لړ کښې جوړه شوې دستورې ته د وينا پر مهال وکړې د يادونې وړ ده چې د لومړى وزير په هدايت باندې تيره ورځ د پيښور د سنټرل جيل څخه ٢٦ تنه بنديان چې پکښې دوي ښځې هم شامله وي خوشي کړل شول دغه کسان چې د بند موده يې سرته رسيدلې وه خو د بې وزلۍ له امله د جرمانې کالدارې ادا کولو توان نه درلود، وزيراعظم دغه اعلان د هغو بنديانو لپاره کړى وه چې پر کومو باندې پنځوس زره يا تر دې کمه جرمانه ده.
پيښور ( هيواد خبر ) پاکستان امريکا ته په ډاگه کړيده چې د ترهگرۍ او بنسټپالنې پر ضد روانه جگړه د وسلو په زور څوک نشي گټلې د پاکستان په دوره راغلې د امريکايي پوځ لوړ رتبه پوځي چارواکي جوائنټ چيف آف سټاف کميټۍ چيرمين ايډمرل مايکل مولن په پنډۍ کښې د خپل پاکستاني سيال جنرال طارق مجيد سره وکتل پدغه وخت جنرال طارق مجيد وويل چې د ترهگرۍ مخه نيولو لپاره ستراتيژى بدلولو ته اړتيا ده يوه داسې چاپيريال رامنځته کولو ته اړتيا ده چې په کوم کښې ترهگرى او بنسټپالنه وده ونکړي د ترهگرۍ د مخنيوى لپاره د خبرو اترو ترڅنگ اقتصادي پرمختگ ته پاملرنه پکار ده، ايډمرل مايکل مولن د پاکستان د پوځ د لوى درستيز جنرال اشفاق کيانى سره هم پينډۍ کښې وکتل.
پيښور ( هيواد خبر ) د صوبه سرحد د لوبو ثقافت او سيلگرى وزير سيدعاقل شاه ويلى دي چې په خپله حلقه يې ايف څلور کښې به ډير زر د پرمختگ پروژي پرانيزى په نوي کلنى پروگرام کښې به په نوتيه کښې د انجونو او هلکانو لپاره نوي پرائمرى ښوونځي جوړول د ټيوب ويلونو لگول او په پى ايف څلور کښې د پنځه کلوميتره سړک رغولو ترڅنگ دنوو ښوونځيو د جوړولو لپاره هلى ځلي وکړل شي په نوتيه کښې پر زده کوونکو کتابونه او يونيفارم ويشلو په وخت د ستر ميلمه په توگه د وينا په ترڅ کښې ايالتي وزير وويل چې زه د باچاخان له پلويانو څخه يم د خدايى خدمتگار باچاخان دغه اصول وو باچاخان هغه خبره نه کوله چې کومه به يې سرته نشوه رسولې ايالتي وزير وويل چې زه پر عملي اقداماتو باور لرم او چې دلته هر څومره د پرمختگ کارونه کيږي هلته به د ځان نوم ونه ليکم.
پيښور ( هيواد خبر ) په پيښور کښې د لوړې پايي غونډه وشوه په غونډه کښې د سوات امن لوظناې جاج واخستل شو په غونډه کښې د کميټى ټولو غړو گډون وکړ د غونډې په پاى کښې د چاپيريال ايالتي وزير واجد على خان وويل چې په غونډه کښې د امن لوظنامې لاندې شوو ژمنو ته عملي بڼه ورکولو لپاره اخستل شوو اقداماتو جاج واخستل شو په ځانگړي توگه د نيول شوو کسانو د دوسيو جاج د وسلې پر نمائش بنديز او د زيانمن شوو سره د مالي مرستې پر نکاتو بحث وشو او پريکړه وشوه چې پر دغه درې نقطو به کميټى په سمدستى توگه اقدامات کوي په غونډه کښې هو کړه وشوه چې د وسلو پر گرځولو به سخت بنديز وي د دې ترڅنگ په غونډه کښې د امام ډيرى په سيمه کښې اسلامي پوهنتون رامنځته کولو لپاره اخستل شوو اقداماتو جاج هم واخستل شو.
پيښور ( هيواد خبر ) د بلوچستان نيشنل گوند مشر سردار اخترمينگل وايي چې تر هغو پورې له حکومت سره خبرې اترې ناشونې دي چې ترڅو د بلوچستان پوځى عمليات بند نه شي په حب کښې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال سردار اختر مينگل وويل چې د بلوڅانو سره شوى ظلم د هيرولو وړ ندى او خپلې سيمې لپاره ځان قربان کوونکو ته احترامات وړاندې کوم د بلوڅانو د مبارزې مقصد د خپلو شتمنيو واک ترلاسه کول دي نوموړي زياته کړه چې آئين او هيواد له منځه وړونکو شخصيتونو ته ستر مشران ويل کيږي خو چې په خپله خوښه څوک په پاکستان کښې شامل شويدى هغوى ته غداران ويل کيږي.
پيښور ( هيواد خبر ) د صوبه سرحد وزيراعلى اميرحيدرخان هوتي ويلي دي چې موجوده حکومت د صوبې د پرمختگ لپاره شتمنې په کار راولي تيره ورځ په فرنټير کور نتهياگلۍ کښې د لوړى پايي غونډې ته د وينا پرمهال د صوبه سرحد وزيراعلى زياته کړه چې په راتلونکي کلنۍ بوديجه کښې به تعليم، صحت ،زراعت ، ابنوشي لپاره زياته بوديجه ځانگړې کړل شي د تير حکومت د ناوړه تگلارې له امله ولس له سختو مشکلاتو سره مخامخ دى خو د ولس ستونزې هوارول زمونږ دنده ده.