کور / تازه خبرونه / اولسمشر کرزى ايران ته ولاړ

اولسمشر کرزى ايران ته ولاړ

افغان اولسمشر حامد کرزى نن ايران ته ولاړ.
نوموړى به د ايران د نوي اولسمشر حسن روحاني د لوړي په مراسيمو کي ګډون وکړي.
افغان حکومت هيله لري چي د نوي اولسمشر په راتلونکې دوره کي به هم د ايران سره داسي دوستانه اړيکي ولري لکه د مخکني اولسمشر محمود احمدي نژاد.
نوموړى د يوه لوړ رتبه هيئت په ملتيا د ايران هيواد ته نن روان سو. او هلته به د نوي اولسمشر د لوړي په مراسيمو کي د ګډون ترڅنګ د افغانستان او ايران پر يوشمېر مسئلو بحث وکړي.