کور / تازه خبرونه / د افغانستان صادرات د روان کال په وروسیتو درو (۳) میاشتو کښي ۶۰٪ زیات سوي دي

د افغانستان صادرات د روان کال په وروسیتو درو (۳) میاشتو کښي ۶۰٪ زیات سوي دي

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر دشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کښي خبریالانو ته وویل چي د افغانستان صادرات د روان کال په وروستیو درو (۳) میاشتو کښي ۶۰٪ زیات سوي دي. د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وویل چي د افغاني صادراتو ډیره برخه وچه میوه ده، او هر کال د افغانستان صادرات بهر ته ۶۴ میلیونه ډالره ول خو سږ کال دا رقم سل میلیونو ډالرو ته رسېدلي دئ.
دسوداګرۍ وزیر داهم وویل چي هغه ارقام چي د افغانستان د صادراتو په اړه دمالیې وزارت او دسوداګرۍ ددفترله خوا ورکړ سوي، دقیق نه دي ځکه یاد وزیر وايي چي د افغانستان صادرات هر کال یو نیم میلیارد ډالرو ته رسیږی.
په ورته وخت کښي د اقتصاد وزیر په ایټالیا کښي د یو لوی نندارتون د جوړېدو خبر ورکوي. دسوداګرۍ دوزیر په وینا چي دا نندارتون به په ۲۰۱۵ کال کښي جوړ سي چي افغاني تاجران به هم پکښی ګډون وکړي. د سوداګرۍ د وزیر په خبره ددې نندارتون په وسیله به وکولای سي چي افغاني تولیدات اروپایي هیوادونو ته لاره پیدا کړي.
ایټالیا ددغه نندارتون د جوړیدو په خاطرد افغانستان دسوداګرۍ وزارت ته د یو میلیون ډالرو څخه زیاتی پیسی ورکړي دي.داسی ویل کیږي چي یاد وزارت سره له اوسه ددې نندارتون له پاره دګډون تیاری نیسي.
د یادوني وړ ده چي په دغه نندراتون کښي به د نړۍ ۱۵۱ هیوادونه ګدون وکړي او د شلو میلیونو په شا وخوا کښي ننداره چان به له نورو هیوادونو څخه و نندارې ته ور سي.