کابل چاپ ورځپاڼو د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي لاسلیک کېدونکي امنیتي تړون په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک ته چمتو دی.
یاده ورځپاڼه د یوې امریکايي سرچینې له خولې وړاندې لیکي؛ د امنیتي تړون او همدارنګه تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه ډېری مسایل حل او فصل شوي دي او دمګرۍ موږ د لوبې په وروستي پړواکې یو.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې د افغانستان او امریکا د ځانګړي استازي له خولې لیکلي امنیتي تړون باید انتخاباتو ته د کاندیدانو ترنوم لیکنې مخکې لاسلیک شي.
ورځپاڼه د ډوبنز په نکل وړاندې لیکي؛ په تړون کې یوازې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف د مرستو د کچې په اړه تفاهم نه دی شوی؛ چې دا به هم ډېر ژر وشي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼه د پوځي چارو د کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل په نکل لیکي؛ د افغانستان ستراتیژیک موقعیت امریکا دې ته اړباسي؛ چې د افغان لوري شرطونه ومني.
هشت صبح:
بل خوا هشت صبح ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا د سفیر جیمز کونینګهم خبرې راخیستې چې؛ هغه ویلي، د کابل او او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون مشخص کوي چې؛ څه ډول له یوبل سره همکار ووسي؛ امریکا په کومو شرایطو، څه ډول او په کوم شمېر کې سرتېري په افغانستان کې پریږدي او څه ډول دافغان ځواکونو له تاسیساتو څخه ګټه پورته کړي؛ چې دغه پورته هرڅه په تړون کې روښانه شوی دي.
هشت صبح په خپله سرمقاله کې لیکي؛ که چېرې افغان او امریکایي چارواکي په دواړخیز امنیتي تړون کې کومې موافقې ته رسېدلي وي؛ نو ښه خبر دی.
ویسا:
ویسا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکلي له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه بېځایه خوشبیني.
د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکلي داسې مسایل شته چې تراوسه ورباندې توافق نه دی شوی.
ورځپاڼه یادې مسایلو ته په اشاره لیکلي چې؛ د پوځي اډو د حقوقي مصوونیت مساله؛ د چاپیریال ستونزې او امریکا غواړي چې دلته به د دوی د وسلو زیرمې وي؛ څرنګه وسلې د څه لپاره؟ دغه څه دي چې، ترواسه ورباندې خبرې نه دي شوي.
سرمقاله لیکونکي وړاندې هغه مسایلو ته هم اشاره کړې چې؛ تراوسه په تړون کې ورباندې خبرې نه دي شوې.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د امریکايي موټرو، الوتکو او نور وسایلو تګ راتګ چې افغانان به د هغوی د پلټنې واک نه لري؛ د دوی د وسایلو ټکس او مالیه، د دوی د عسکرو او نورو ملکي قراردادیانو د ویزې او پاسپورټ مسایل دي.
د لیکوال په اند دا افغان لوري ته ځکه مهم دي چې؛ د افغانانو پر ژوند منفي اغیز لري.
د سرمقالې په پای کې راغلي، تراوسه امریکاپه دې اړه هېڅ شین چراغ نه دی ښودلی؛ ځکه خو د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه خوشبیني بېځایه او تروخت مخکې ده.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې؛ د امریکايي چارواکو دغه څرګندونې چې امنیتي تړون به له انتخاباتي مبارزو وړاندې لاسلیک کیږي؛ له انتخاباتو سره څه اړیکې لري؟
د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، بې له شکه افغان چارواکي د امنیتي تړون لاسلیک ته بېړه نه لري او هغه وخت به لاسلک کیږي چې؛ د دواړو هېوادونو ملي ګټې په کې خوندي وي