غزل
ويښ که لوی خالقه هر يو رګ زما په ځان کي
ژوند د ژوندو راکه چي ژوندی سم په هر آن کي
روڼ مي که د سترګو تور په سپينو پلوشو باندي
تا چي باندي ووينم په دې تياره جهان کي
زړه مي ستا له ميني هسي ډک کړې چي چينه غوندي
تنده کړي خړوبه ستا د تږو دې بيابان کي
تا ته چي در تلله هغه لار رقيب قبضه کړله
ته مي کړې لاس بری چي فاتح سم هر ميدان کي
شپه مو د بېړۍ سوه د درياب په ګردابونو کي
لاس د نجات راکړه په ظالم خوني طوفان کي
مځکي ته چې شا سي د تيارو او تنهايي سره
ته د سعيد مل سې په ها تنګ لحدستان کي