دخوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې دپرلپسې باران د اوريدو له امله سيلابونه راوتلي چې زياتو کورنيو ته يې مالي اوځآني زيانونه رسولي دي.
دخوست چارواكو په ويناپه مرکز ،صبريو ،عليشيرو،تڼيو ،ګربزو او موسي خيلو ولسواليو کې دسيلابونو د راوتو له امله ترې دې مهاله دميرمنو او ماشومانو په ګډون١١کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او د٩کسانو په شميره ژغورل شوي او يوه ميرمن لاهم نادرکه ده .په دي هكله خپره سوي اعلاميه كي راغلي چې دخوست په يادو اوځينو نورو ولسواليو کې ډيرې ځمکې ،کورونه ،دوکانونه ،استنادي ديوالونه او حاصلات دسيلابونو درواتو له امله له منځ څخه تللي دي او ځينو ولسواليوته تللې لارې بندې شوې دي.
خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل چې ملي پوليسو په ډيرو سيمو کې خلک له سيلابونو ژغورلي او ترخلکو پورې يې ځآنونه رسولي دي ،نوموړي وويل چمتو دي چې داضطرار دکمېټې سره خلکو ته دمرستو په رسيدو کې هراړخيزه همکاري وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه