دا اوس يو څرګند حقيقت دی، چي بشري نړۍ له هسي حيرانونکو پرمختګونو سره سره په ګڼو ډګرونو کي له يو شمېر ستونزو او نادودو سره لاس او ګرېوان ده. دغه نادودي د نړۍ په ليري او نيژدې ځايونوکي بېلابيلي ريښې لري. او دغه ستونزي نه يواځي دا چي څرګندو برخو ته بايد محدوده سي، بلکي د انساني ټولني روان ته ډېر زيان اړوي او هغه له سختو ننګونو سره مخامخ کوي.
په يادو ننګونو کي يوه هم زموږ ټولنه ده چي د پورته ناخوالو عيني شاهده ده، چي د دوامداره شخړو له امله ئې پرله پسې اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزي ناخوالي ليدلي دي. زموږ په ټولنه کي د نورو سختيو تر څنګ کورنی تاوتريخوالی ترحد زيات دی چي زيات قربانيان ئې ښځي او ماشومان دي او دهغوی انساني ځواک ئې له ګواښونو سره مخ کړی دی.
چيري چي جنګ روان وي، ولس د سواد له نعمته بې برخي وي، هرکال په هم هغه ټولنه کښي د ملکي تلفاتو شمېره د تېر کال په پرتله زياته ښوول کيږي، هلته ډيموکراسي نه وي موجوده، د ټولنيز عدالت او متمدني ټولني د پرمختګ څرکونه وجود نه لري.
هلته چي داخلي او بهرني ګوډاګيان په ناسم چاپېريال او جنګ جګړو کي خپلي ګټي لټوي تاسو فکر وکی،
ايا! هلته دا شونې ده چي ځوان نسل دي سالمه روزنه واخلي؟ ايا! هلته د مدني ټولني جوړېدل امکان لري؟ ايا! د نوموړي ټولني وګړي به د ژوند په مفهوم پوهيږي؟؟؟
د هغوی په ذهنونو کي دلوست، پرمختګ، صنعت او فرهنګ سره اوس د نفرت احساس را ټوکېدلی دی، هغوی خپل ارزښتونه اوس نه پېژني، ځکه کوم ماشومان چي له وړکتوبه د جنګي ډلو په ليکو کي ولاړوي، هغوی چي را لوی سي ايا! د خپلو موخو د لاسته راوړلو له پاره به د جګړييزو وسايلو پرته بل څه پر کار واچوي؟
حال دا چي، د ماشومانو نړيوال کنوانسيون او داسلام مقدس دين دواړه همېشه پر دې ټينګار کوي چي خپل ماشومان له جګړيزو فعاليتونو څخه ليري وساتي، او هغه په وژلو، شکنجه کولو او د بشر ضد جنايتونو سره مه اشنا کوئ.
خو برعکس زموږ په ټولنه کښي د ژوند د مهارتونو د زده کړي پر ځای هغه ته د اطاق لار ورښيو، هغه ته د قلم پر ځای ټوپک په لاس کي ور کوو.
سره له دې چي د تيرو څو لسيزو په جريان کي د سلهاو ناخوالو تر څنګ چي زموږ پر خلګو راغلې، تر ټولو زيات تاوان ئې ماشومانو ته ورسېدی، يتيم، معلول، بېسوادي او نورو کړاوونو سره مخامخ سوی دی. تر ټولو بده ئې لا داده چي جنګي ډلو به ورنه د سرتيرو په توګه کار اخيستی چي نوموړې لړۍ اوس هم روانه ده.
د نوموړي وضعيت په هکله تر اوسه چا خواشيني نه ده ښوولې، او نه هم په دې اړه کوم اقدام سوی دی يا د دولت له لوري او يا هم د اولس له لوري، چي ولي د ياغيانو له خوا ورنه په ځانمرګي بريدونو کي کار اخيستل کيږي؟ او دولت بيا دغه ډول ماشومان ولي د پوليسو په ليکو کي نيولي دي ؟
موږ بايد د خپلو ماشومانو د حقوقو ساتنه وکو او پر دواړو غاړو ږغ وکو چي دهغوی څخه دي ناوړه ګټه اخيستنه په جدي توګه بنده سي. او دولت دي دهغوی په هر اړخيزه روزنه کښي جدي ګام پورته کي او د ټولو اسانتياوو تر څنګ دي دهغوی په امنيت کي هم پوره توجه وسي، ځکه د نن ورځي ماشومان د سبا ورځي پلرونه دي او دهيواد راتلونکی په هغوی اړه لري.