کور / تازه خبرونه / په نورستان کي سیلابونو لسګونه کورونه په سیند لاهو کړي

په نورستان کي سیلابونو لسګونه کورونه په سیند لاهو کړي

د نورستان برګمټال او دواب ولسوالیو کي لسګونه کورنه زراعتي ځمکي او د اوبو بندونه د راوتلو زورورو سیلابونو له امله په سیند لاهو شوي دي

د نورستان والي تمیم نورستانۍ ددي خبر په تایید سره وايي چي شاوخوا شپیته کورنه په برګمټال او له څلویښتو زیات کورنه او سلګونه جریبه ځمکي د اوبو او برق بندونه په دوابي ولسوالۍ کي د راوتلو سیلابونو له امله په سیند لاهو شوي دي

نورستانۍ د اوښتو زیانونو کچه زیاته بولي او مرستندیوه ادارو څخه غوښتنه کوي چي سیلاب ځپلو سره دي اړیني مرستي وشي

نوموړي وايي چي تراوسه د ځاني زیانونو په اړه کوم خبر نه دي ترلاسه شوي ولي ویره شته چي ګڼ ځاني زیانونه به هم ولري

د یادولو وړ ده چي تیر کال هم په نورستان کي د راوتلو سیلابونه له امله ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي وه