په پاکستان کې د پښتنو ملتپالې سياسي ډلې عوامي نېشنل ګوند د تېرې فبرورۍ په ټولټاکنو کې د خلکو سره ژمنه کړې وه چې کۀ دا ځل يې د حکومت واګې ترلاسه کړې نو تر هر څۀ اول به د پښتنو د سيمې نوم خپل پخواني حالت ته راولي. يانې پښتونخوا کوي به يې. په دې ځاى کې يو سپيناوى ضروري دى. په پښتونخوا کې اوسېدونکي پښتانۀ په شمول د سياسي ګوندونو او نورو خلکو، چې کله د پښتونخوا خبره کوي نو وايي چې د صوبې نوم به پښتونخوا ږدو. دا خبره يو څه غلطه ښکاري، ځکه چې د صوبې اصلي نوم خو پښتونخوا د پخوا نه دى. احمد شاه بابا او نورو پښتنو مشرانو، شاعرانو، ليکوالانو دا سيمه څو سوه کاله مØ
�کې په همدې نامۀ ياده کړې ده. پر افغانانو برسېره يو فرانسوي ختيځپوه ډارمسټېټر هم د خپل کتاب نامه \”د پښتونخوا هاروبهار\” ايښې ده. ښکاره خبره ده چې د پښتنو ټاټوبي ته چا بل څه نوم ورکولاى شو؟ خو کله چې انګرېزان په دې سيمه قابض شول او په ١٨٩٣ عيسوي کې يې د خپل يو لاسپوڅي واکمن سره د يو تړون له مخې نۀ يواځې د پښتونخوا سيمه د افغانستان څخه جلا کړه، بلکې نوم يې هم ورته بدل کړ. او د انګرېزانو دغه پاليسي بيا پاکستان ته په ميراث کې پاتې شوه، نو ورسره د پښتنو د سيمې نوم هم هماغه پاتې شو. اوس چې څوک د پښتونخوا خبره کوي، نو دا دې صوبې له د نوي نوم ايښودل نۀ دي، بلکې
د خپل زوړ او اصلي نوم بحالول دي.
اوس راځم اصلي موضوع ته. د فبرورۍ په ټولټاکنو کې عوامي نېشنل ګوند د پارليمان لس څوکۍ ترلاسه کړې او په پښتونخوا کې يې تر نورو ټولو ګوندونو زياتې څوکۍ واخستې. دې برياليتوب ګوند د دې وړ کړ چې په مرکز کې د پيپلز ګوند سره ايتلاف وکړي او په پښتونخوا کې خپل اعلى وزير وټاکي. په مرکز کې څلورو ګوندونو: د بې نظير بوټو پيپلز ګوند، د نواز شريف مسلم ليګ، د ولي خان عوامي نېشنل ګوند او د مولانا فضل الرحمان جمعيت علماء اسلام ايتلافي حکومت جوړ کړ. د مولانا فضل الرحمان ګوند دومره څوکۍ نۀ لرلې چې په اصف زرداري کومه غوښتنه ومني. يواځې نواز شريف او اسفنديار ولي خان کولاى
شول چې د حکومت تر جوړېدو وړاندې د خپلو ګوندونو تګلارې په نظر کې ونيسي او د هغې له مخې خپلې غوښتنې وړاندې کړي. نواز شريف دغه کار په برياليتوب سره وکړ. د هغۀ د ګوند انتخاباتي ناره د پروېز مشرف لخوا له دندو ګوښه کړاى شوي قاضيان بېرته په خپلو څوکيو کېنول وه. خلکو د هغۀ ګوند ته په همدې ناره رايې ورکړې وې. همدغه وه چې نواز شريف له حکومت جوړېدو وړاندې له اصف زرداري سره په مري کې غونډه وکړه او دواړو خواوو يو تړون لاسليک کړ د کوم له مخې چې حکومت بايد په لومړنيو دېرشو ورځو کې ګوښه شوي قاضيان په خپلو څوکيو بحال کړي. دېرش ورځې چې پوره شوې او دغه کار ونۀ شو، نو دوØ
�ړه ډلې په يو نوي ضرب الاجل (د مئ دولسÙ
) يوه خوله شوې. کله چې په دې نېټه هم قاضيان بحال نۀ شول نو د نواز شريف د ګوند وزيرانو له خپلو وزارتونو استعفا ورکړه او د خپلو پلويانو په وړاندې يې سترګې جيګې کړې. اوس که د قاضيانو د بحالۍ په لړ کې کومې ستونځې رامنځته کېږي نو نواز شريف په اسانۍ سره د هغې مسئوليت د اصف زرداري او پيپلز ګوند په غاړه وراچولى شي، او په راتلونکو ټولټاکنو کې به يې خلکو ته سترګې ټيټې نۀ وي.
د دې برعکس په حکومت کې دويم غټ ايتلافي ګوند، يانې عوامي نېشنل ګوند د اصف زرداري او پيپلز ګوند سره دغسې کوم تړون لاسليک نۀ کړ. د ګوند مشر ښاغلي اسفنديار ولي خان يو ځل وويل چې اصف زرداري ما سره د پښتونخوا په لړ کې ژمنه کړې ده، خو په پښتونخوا کې د پيپلز ګوند مشر رحيم داد خان په يوه تلويزيوني مذاکره کې د دا ډول کومې ژمنې څخه سروپ انکار وکړ او وې ويل چې د صوبې نوم پښتونخوا کول دومره اسان کار نۀ دى.
که حقيقت ته وکتل شي نو د عوامي نېشنل ګوند لپاره دا کار په اوسنيو حالاتو کې ډېر اسان و. هغه ځکه چې يو خو دا ځل په مرکز کې د اصف زرداري په مشرۍ د پيپلز ګوند حکومت راغلى دى او اصف زرداري او همداراز صدراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني د پښتونخوا سره هيڅ حساسيت نلري. دويم دا چې د پښتونخوا اسمبلۍ يو ځل مخکې په دې اړه يو قرارداد منظور کړى دى، او دا ځل هم د پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند اکثريت دى نو په اسانۍ سره يو بل قرارداد هم منظورولاى شي. درېمه او مهمه خبره دا ده چې اوس پښتانه هم تر پخوا زيات بېداره دي او که په دې اړه ټولپوښتنه وشي نو هم زياتې رايې به پښتون
خوا ته ورکړاى شي. دا خبره زه ځکه کوم چې څه موده وړاندې د اردو ژبې يوې ورځپاڼې د خلکو څخه پوښتنه کړې وه چې \”سرحد\” ته بايد څه نوم ورکړاى شي؟ نو زياتې رايې \”پښتونخوا\” ترلاسه کړې وې.
نو د ښاغلي اسفنديار ولي لپاره ډېره اسانه وه چې په حکومت کې له شاملېدو وړاندې يې د اصف زرداري سره همدغسې يو تړون لاسليک کړاى واى. که چېرې پيپلز ګوند د پښتونخوا ملاتړ کړاى واى نو د عوامي نېشنل ګوند مرام به ترلاسه شواى و، او که انکار يې کړاى واى نو بيا عوامي نېشنل ګوند په مرکز کې له حکومته جلا کېداى شو چې پښتنو ته به يې په سياسي مېدان کې سترګې جيګې پاتې شوې واى. خو د دغسې يو تړون د نشتوالي ستونځه دا ده چې که يواځې د پښتونخوا اسمبلي د نوم په اړه قرارداد منظوروي او په مرکز کې يې د پيپلز ګوند مشرتابه نۀ مني نو دا هيڅ ګټه نلري ځکه چې دې اسمبلۍ دغسې يو قرارداØ
¯ مخکې هم منظور کړى دى خو چې په مرکز کې يې ملاتړ نۀ و نو \”سرحد\” پښتونخوا نۀ شو. دا خبره ځکه کوم چې که اصف زرداري د نواز شريف سره ليکلى تړون ماتولاى شي نو د اسفنديار ولي سره به تش د خولې ژمنه څه پوره کړي؟ او په دې صورت کې د عوامي نېشنل ګوند د وزيرانو استعفا به هم هغومره اغېز ونلري ځکه اصف زرداري دا هم ويلاى شي چې ما د پښتونخوا په اړه هيڅ تړون يا ژمنه نۀ ده کړې.
نو داسې ښکاري چې دا ځل هم د عوامي نېشنل ګوند د حکومت موده پوره شي او \”سرحد\” پښتونخوا نۀ شي. علامې څه همداسې ښکاري. په مرکز کې پيپلز ګوند د قاضيانو د بحالۍ څخه په داسې حال کې وروسته شو چې نواز شريف د دغې اقدام په لور ډېر زور هم ورپسې لګاوۀ. نو په صوبه کې خو بل داسې ګوند شته هم نۀ چې عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا په لور راکاږي او په خپله يې دا دى دوه مياشتې په تېرېدو دي خو په دې لړ کې کوم پرمختګ په نظر نۀ راځي.
د پښتو او پښتنو د پرمختګ لپاره د يو شمېر نورو اقداماتو تر څنګ دا دوه خبرې هم مهمې دي چې د دې صوبې نوم پښتونخوا شي او پښتو يې تعليمي ژبه شي. اوس که د تل په څېر عوامي نېشنل ګوند د دې دواړو مهمو کارونو سره څه علاقه مندي نۀ ښيي نو د دې سيمې د ليکوالانو، پوهانو او ادبي، سياسي، مدني ټولنو دا مسئوليت جوړېږي چې په حکومت زور راوړي، د چارواکو سره ليدۀ کاتۀ وکړي او پرې نږدي چې وخت تېر شي او دا دواړه مهم کارونه ونشي.
د مياشتنۍ افاق څخه په مننه