کابل چاپ د چهارشنبې ورځپاڼو په حکومت باندې د مدني ټولنو د استازو په انتقادونو باندې لیکنې او تبصرې کړي دي.
محور ورځپاڼه د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمېټې په نکل لیکي، د انتخاباتو د خپلواک کېمسیون د غړو فهرست غیر شفافه برابر شوی.
سرنوشت په خپله سرمقاله کې لیکلي، مدني ټولنه د دې پرځای چې ځان ته ګوته ونیسي، نورو ته ګوته نیسي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ریښتیا دا ده، څومره چې حکومت سره وېشلی، همدومره مدني ټولنې هم سره وېشلې دي، څومره ستونزې چې دولت یې لري، په همغه کچه ستونزې په مدني ټولنو کې هم شته.
د لیکوال په اند فساد، بې کفایتي، تعصب، پردیو ته وفاداري، له خپلو ارزښتونو او فرهنګ سره دښمنی یې روښانه بېلګې دي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، دوی دې لومړی خپل ځان جوړ کړی، په مدني ټولنو کې دې یو واحد غږ پیدا کړي، بیا کېدای شي له حکومت سره حساب کتاب وشي.
هشت صبح په خپله سرمقاله کې لیکلي، که چېرې د مدني ټولنو استازو دغوراوي په کمېټه کې حضوردرلودای ،د دې کېمټې د مشروعیت تصمیم به یې نور هم لوړ کړای وای.
د لیکوال په اند له بده مرغه د چارواکو دغه چلن غیر مسوولانه و او په دې برخه کې د قانون حاکمیت تر پښو لاندې شوی.
د ویسا په سرمقاله کې راغلي دغوراوي په کمېټه کې دمدني ټولنې استازي هم غړیتوب لري ،خو متآسفانه مدني ټولنو ونه شو کړای چې واحد استازی معرفي کړي.
د لیکوال په باورغوره شوي کمېشنران افغانان دي د لوړو زده کړو خاوندان دي،لازمې کاري تجربې چې په قانون کې شرط ګڼل شوې دي لري.
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې یوازې یوه که لسګونه مدني ټولنې؟
د لیکوال د معلوماتو له مخې دا چې د مدني ټولنو شمېره ترلسګونو پورې رسیږي،نو له همدې امله یې پریکړې هم مغایرت لري.
د سرمقالې د لیکوال په باور له بده مرغه،چې په افغانستان کې داسې یوازنۍ یوه مدني ټولنه نشته ،چې د ټولو لپاره دمنلو وړ وي.
د ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په اند له همدې امله د مدني ټولنې رول کمزوری او ترپوښتنې لاندې دی