کور / تازه خبرونه / روزګان: د پوهني مدير له درو كسانو سره ووژل سو.

روزګان: د پوهني مدير له درو كسانو سره ووژل سو.

د خاص اروزګان ولسوالۍ د پوهنې مدير له دريو کسانو سره يو ځاي د وسله والو له لوري ووژل سو.
د يادې ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالهادي خان،زوي يې عزيزاحمد،د حفيظ الله په نامه يو کليوال او خوريي يې پرون مازديګر پنځه بجې هغه مهال د وسله والو تربريد لاندې راغلل چې د ولسوالۍ له مرکز څخه د خپل کور په لوري روان وو .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت وايې چي پېښه د هزارقدم شفاخانې ته څيرمه رامنځ ته سوي او وسله وال په تېښته بريالي سوي دي .
مديرعبدالهادي له کلونو راپديخوا د پوهنې په برخه کې ډير خدمتونه ترسره کړي چې دامهال يې هم د يادې ولسوالۍ د پوهنې د مدير په توګه دنده ترسره کوله.