افغان ملې غورځنګ د خپلو ټولنیزو خدماتو په لړ کې د یکشنبي په ورځ د ۱۳۹۲ کال د اسد په شپږمه نیټه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په لنکن ښوونیز مرکز کې د مشرتوب (لیډرشپ) په اړوند علمې سیمینار ترسره کړ. په سیمینار کې لسګونو ځوانانو، محصلینو، شاګردانو او د افغان ملې غورځنګ غړو ګډون درلود. د سیمینار مشري ښاغلي استاذ امرالله امید، روزونکی سمیع الله ایلم، دریځ او سکرتریت چارې نظيف الله ځیرک، چارآساني نورالله پاچا په مخ بېولې؛ استاذ اورنګ صمیم د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس، ډاکټر اسدالله ښالیز د ولسي ښیګڼو رئیس او استاذ میاګل ځانګړي میلمانه وو. سیمینار د قاري اسماعیل هوتک په څو مبارکو آیاتونو پیل شو.
د افغان ملی غورځنګ غړي ډاکټر زرعلي معروف پرانیستې وینا کې د سیمینار پر اهمیت او د افغان ملي غورځنګ پر اهدافو، او په ننګرهار کې د خدماتي پروګرامونو په اړوند په تفصیل سره خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس اورنګ صمیم له افغان ملي غورځنګ څخه د مننې تر څنګ وویل چې مدیریت او رهبریت یو ډیره اړینه موضوع ده، پلار څنګه باید خپله کورنۍ اداره کړي، د لیسی مدیر باید څنګه خپله لیسه اداره کړي، سیاسی رهبر به څنګه خپل ګوند اداره کوي، د اطلاعاتو او کلتور رئیس به څنګه خپله اداره کنټرولوي یا امام څنګه باید خپل مقتدیان اداره کړي؛ د دغو مهارتونو لپاره باید موږ او تاسو دغسې ورته روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړو، څو د پوهې په ګاڼه سمبال شو. صمیم صیب وویل: زه له استاذ سمیع الله ایلم څخه مننه کوم چې له کابل څخه یې په دې ګرمۍ او روژه کې تشریف راوړی.
استاذ سمیع الله ایلم د ښه راغلاست نه وروسته د لیډرشپ په برخه کی په لاندی موضوعاتو بحثونه ترسره کړل:
• مدیریت څه ته وایي؟ د نورو پواسطه د کارلو هنر ته مدیریت ویل کیږي، او یا اداري موخو ته د پلان جوړونې، سازماندهۍ، رهبریت، کنټرول او تضمین کولو له لارې ځان رسولو ته مدیریت ویل کیږي.
• رهبري څه ته ویل کیږي؟ رهبري په خلکو کې نفوذ کولو او یا د خلکو زړونو ته لار موندنې ته ویل کیږي.
• رهبري څو ډوله ده؟ رهبري درې ډوله ده؛ ډېکتاتوري رهبري، دیموکراتيکه رهبري او مرکبه رهبري
• ځوانان څنګه باید د رهبري لپاره وروزو؟ چینایي متل دی؛ د هر وړ سړي شاته قابل سړي وي، نو چې کله د کامیاب سړي شاته کامیاب سړي وي او یو ترې مخکې شي نو ډله ترې جوړیږي. په ټیم کې کارونه په مشوره او شورا سره سرته رسیږي.
• ځینې خلک ولی په ټیم کې کار نه کوي او یا ولي په شورا کې نه یو ځاې کیږي؟ ځکه خودغرضه وي، ډار لري چې خلک به یې ځاې ونیسي، طبیعتاً ګوښيوالی خوښوي.
• ټیم کې سرمایه ګذاري څنګه باید وشي؟ تصمیم نیول چې ډله جوړه شي، په ټیم کې تکړه کسان راټول شي، که غواړئ ټیم جوړ کړئ نو قربانې ورکړئ، په ژوند کې خاطرې جوړول، د ټیم ګټه ټولو ته رسي.
• که غواړئ د خپل ټیم غړي وروزئ نو څه باید وشي؟ صلاحیت ورکول، مسئولیت ورکول، د وسایلو په واک کې ورکول، په هغه کسانو سرمایه ګذاری کول چې وړتیا ولري.
• رهبر څنګه جوړیږي؟ رهبریت یوه خدایي وړتیا ده.
• لیډر باید په کومو کسانو کار وکړي؟ په خپلو شاوخوا کسانو باید کار وکړي. واقعی او وړ کسان انتخاب کړي.
• د لیډر ځانګړتیاوي څه دي؟ ښه کرکټر، په وعدو وفا، اغیز لرل، لیاقت لرل، له خلکو سره مثبت چلند، د خلګو د پیژندنې مهارت، د رهبرۍ مهارت لرل، په خپل ځان اعتماد او باور لرل، د خبرو کولو مهارت، اړیکي درلودل، د فکر او خیال شریکول، ژمنو خلکو سره کار کول، رښتیا ویل، خلکو ته روزنه ورکول، خلکو ته وسایل ورکول، نظارت او څارنه، او جلسې نیول د رهبر له ځانګړتیاو څخه دي.
د وروستي ويناوال په توګه استاذ امرالله امید له ټولو ګډونوالو، د افغان ملي غورځنګ غړو او په ځانګړي توګه له استاذ سمیع الله ایلم څخه مننه او په آینده کې یې د همکاریو ژمنه وکړه.
او په پاې کې ټولو ګډونوالو ته د افغان ملي غورځنګ او لنکن ښوونیز مرکز له لوري د ګډون تصدیق پاڼې ورکړل شوې.