د کندهار ولايت په ميوند اولسوالۍ کي د ملي پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه کي د پنځو وسله والو د وژلو ادعا سوې .
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي ليکي، تېره شپه نهه بجې د ميوند اولسوالۍ اړوند د ديکويات په ساحه کي جنګ پيل او څو ساعته يې دوام وکړ چي په پايله کي ئې د خبرپاڼي په وينا ٥ وسله وال ووژل سول او دوه د ملي پوليسو عسکر ټپيان سول.
چارواکي وايي چي په دې څو ساعته جنګ ئې د وسله والو طالبانو څخه وسلې او مهمات هم نيولي خو خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.