دافغانستان دپوهنې ډيردرونداوکارنده وزيرصاحب : تاسې ته بهتره معلومه ده چې دافغانستان ډيربيچاره اوغريب خلک دي خواحسان هيرونکي هيڅکه نه دي . ستاسې ټولې هغه کړنې اولاسته راوړنې کومې چې مودافغانستان دخلکو لپاره سرته رسولې دي زموږخلکو ته دمنلواوقدروړدي ، کله چې تاسې دکليواوپراختيادوزيرپه توګه دنده اجراکوله ، هغه لاس ته راوړنې چې تاسې هلته درلودلې ، ستاسې دوزارت دکارنتيجې دافغانستان په ليرې پرتوسيموله ډيره ورايه ترسترګوکيدې ،اوس چې هم تاسې دپوهنې دوزيرپه توګه دنده اجراکوۍ اوهغه برياليتوبونه چې تاسې دمعارف په برخه کې لرۍ اوياهغه کچکول چې مو دافغانستان دبچيانولپاره راخيستی دی اودافغانستان دمعارف دشاګردانودروښانه راتلوونکې لپاره دنړيوالومرستې اوکومکونه راړټولوۍ اوداسې نورې ډيرې بيلګې شته چې زه دټولوليکل دلته اړين نه بولم ، تاسې يې دنوموړودواړودورو په کابينه کې دترټولوکارنده اوفعاله وزيرپه توګه خلکوته ورپيژندلي ياست چې دغه ټولې هلې ځلې او لاس ته راوړنې موزموږخلکوته دسرپه ليمودمنلووړاوله تاسې څخه دزړه له کومي منندوی اواحسانمندمودي .
ښاغلی وزيرصاحب : ستاسې ددغه وړتيا، پوهې اووطن دوستی سره چې داموپه عملي توګه ښوولې ده زموږخلک دراتلوونکې لپاره ستاسې په وجودکې رازرازاميدونه اواهداف لري اوحتی دافغانستان دراتلونکي زعامت په هکله هم ستاسې په اړه فکرکوي .
ښاغلی وزيرصاحب : ددغه ټولووړتياوواوصفاتوسره سره چې تاسې يې لرۍ وخوله بده مرغه ستاسې په وجودکې داسې بنيادي اومضرکارونه هم کيږي چې د افغانستان معارف اوفرهنګ دتاريخ کندې ته غورځوي اوډیره ناوړه اوتاريکه راتلوونکې به ولري .
دنړۍ دټولوهيوادونواوحتی زمونږدګاونډيوهيوادونومرستوته زمونږډيره سخته اړتياده خودهدف اوغرض څخه ډکومرستوته نه . که چيرې نړيوال ،زمونږګاونډيان اوپه ځانګړې توګه ايران زمونږدجنګ ځپلي هيوادسره دمرستوليوالتيالري زمونږدسرپه ليموقبول دي ، ايران دې مهرباني وکړي موږته دې بريښنا،پلونه ،سرکونه ،روغتونونه ،زراعت اوپه سلهاووداسې نورشيان چې زموږهيوادورته ډیره سخته اړتيالري زموږددردبه دواشي اوزموږخلک به هيڅکله هم دايران دغه پيرزوينې اومرستې هيرې نکړي ،ولې له بده مرغه ايران چې هرچيرې زمونږ سره مرسته کوي هغه زموږپه فرهنګي برخوکې وي .
که چيرې په ملي شوراکې کتابتون پرانيستل کيږي نوايران هلته حاضردی چې کتابونه ورته ورکړي ،که په پوهنتونو کې اوياښوونځيوکې کتابتونونه اوياکلتوري مرکزونه پرانيستل کيږي نوايران واردمخه دکتابونو څخه دډکولاريوسره په دروازه کې ولاړوي اوکه چيرې مذهبي مدرسې اويامذهبي مرکزونه پرانيستل کيږي نوايران خويې دمالي چاروزمه واري خامخاپه خپله غاړه اخلي ، دايران ددغه رازبرخوردونوپه وړاندې موږته شکونه راپيداکيږي ،چې اياايران واقعآزمونږدخلکوسره دښه نيت اوهمدردۍ له مخې داپه اصطلاح مرستې کوي اوکه نه ترشايې دفرهنګي اومذهبي يرغل لښکرې هم رامرش کړي دي .
که ايران په رښتيني توګه موږته پاک نيت لري اوزموږسره دښه ګاونډيتوب اوورورولۍ اړيکې غواړي اوزمونږدهيوادابادي اوسوکالي يې ارمان وي نوبيادې ددولت مخالفينوته وسله اوپيسې په لاس نه ورکوي اوزمونږپه هيوادکې دې جنګ اوورانکارۍ ته لمن نه وهي،زمونږبيګناه اوبيوزله مهاجردې په يوه اوبله پلمه ډيرپه بې رحمۍ نه راوژني .
ښاغلی وزيرصاحب : تاسې ترټولوښه پوهيږۍ چې هرهيوادځان ته ځانګړې ستراتيژي اوپاليسي لري،خوکه چيرې ديوهيوادپوځي يادفاعي پاليسي ،سرشميرنه اويا تعليمي نصاب په ګاونډي هيوادونوکې جوړيږي اويايې ورته ګاونډي هيوادونه جوړوي اوپه تيره بيالکه زموږ ګاونډي هيوادونه چې تاسې دهغوی په موخوښه پوهيږۍ . بيانوددې هيوادځمکنۍ بشپړتيايعنې څه ،
بياخوبهتره ده چې ددغه بدمرغه هيوادسند((قباله)) هم دغه هيوادوته وسپاری دهغوی به کاراسان شي اوزموږبه زړونه بې غمه شي ،بيابه نوچې هرڅه زموږ نووبادارانو فرمائيل دافغانستان خلک به هماغه شانته اجراآت کوي .
که چيرې تاسې ددغه ټولې پوهې اوزرکتياسره سره هم داسې يوه لويه اوتاريخي تيروتنه وکړۍ چې زمونږدمعارف تعليمي نصاب په ګاونډي ايران کې اويادهغوۍ په لارښوونه جوړشي ،نوباوروکړۍ چې دابه مودافغانستان په تاريخ کې ډيرلوۍ ،نه هيرودونکی اونه بښونکی مسئوليت پرغاړه اخيستی وي . بيانودخپلې مهربانۍ له مخې دافغانستان خلکوته يوه مشوره ورکړۍ چې دامظلوم ملت نوردچاڅخه ګيله اوتوقع وکړي .
تاسې ته دافغانستان په ملي مسائيلوکې دپوره احتياط اوبيدارۍ ترڅنګ دبرياوو،سالمې روغتيااواوږدژوندهيله کوو.
په افغاني مينه اودرنښت