د کندهار په ارغنداو اولسوالۍ کي د ټاکنو د نوم ليکني مرکز لوټ سوی او ټول شيان ئې وړل سوي دي .
د نوم ليکني دا مرکز د اولسوالۍ په څنډه کي د پوليسو په امنيتي پوستې پوري وصل جوړ سوی دئ او شاوخوا ئې کلک ډبرين ديوالونه او اغزن سيمونه هم تاو سوي دي .
لوټمارانو د مرکز څخه د عکس اخستو دوې کيمرې ، د نوم ليکونه کتابونه او نور سامان الات د ځان سره وړي دي .
د دې اولسوالۍ ولسوال شاه محمد احمدي د مرکز د لوټېدو پخلی کوي او وايي، په لومړيو پلټنو کي څرګنده سوې چي مرکز پوليسو لوټ کړی دئ .
د اولسوال په وينا چې په اړه ئې جدي څيړني رواني دي .
د کندهار د ټاکنو دسيمه ايز کمېسيون مرستيال عبدالرحيم احمدي هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي چي په اړه ئې د جدي پلټنو هڅي پيل سوي دي .
ياد مرکز د تېري شنبې په ورځ په فعاليت پيل کړى وو او په ټوله اولسوالي کي هم همدا يو مرکز دئ .
چارواکي وايي تر ډېره په دې فکر کي دي چي موضوع سياسي بڼه لري .