کور / تازه خبرونه / وردګ :د نوم ليکني لړۍ پيل سوه

وردګ :د نوم ليکني لړۍ پيل سوه

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او اته ولسوالیو ( نرخ،سیداباد،چک، دایمیرداد، لومړۍ بهسود،دویم بهسود،جلریز او جغتو ) کي د راتلوونکو ټولټاکنو د نوم لیکنۍ لړۍ د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو په همکارۍ په رسمي ډول نن ( سې شبنه) پیل شوه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دې لړۍ له پیل کيدو وړاندې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو سره په لیدنو کي غوښتنه کړې وه،چي د نوم لیکنۍ په لړۍ کي د ټاکنو د خپلواک کمیسون له کارکوونکو سره په خپلو ولسوالیو کي مرسته وکړي او همدا راز ولسونه نوم لیکنې ته راوبولي .
ده همدا راز په نورو لیدونو کي امنیتي ځواکونو ته هم لارښوونه کړې وه،چي پخپل ټول ځواک سره په میدان وردګو ولایت کي د نوم لیکنۍ د پروسې امنیت وساتي،ترڅو د دغه ولایت ولسونه په خوندي امنیت کي د خپل راتلوونکي ټاکنې به موخه د رایې ورکونې کارت واخلي .
د یادونې وړده،اوس مهال په یادو ولسوالیو کي د نوم لیکنې یو،یو مرکز پرانستل شوی،چي څه موده وروسته به د ولسوالیو بېلابېلو قریو ته هم وغځول شي .