پېښور : د مبارکې روژې نه درې ورځې وړاندې چې په کوهاټ روډ ځنگلي کې د افغانانو پر کمپ برېښنا بنده شوې ده. اوس هم هغوى تراويح په توره تياره کې کوي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې دا کډوال د لرې ځايونو څخه د څښاک اوبه راوړي او د گرمۍ له امله د ماشومانو ژوند ته سخت خطر پېښ شوي . د کمپ مشرانو په پېښور کې افغان قونسلگرۍ ته خپله ستونزه رسولې خو تراوسه پورې پرې هيڅ غور نه دى شوى. د کمپ د بجلۍ (برېښنا) ټيکيدار وايي چې د برېښنا رياست ځايي مامورين ترې رشوت غواړي چې تراوسه يې رشوت په دې نه دى ورکړى چې په کمپ کې له افغانانوڅخه د ورکړي رشوت روپۍ بيا څوک نه ورکوي. د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کمپونو کې افغاني ټيکيداران او د واپډا (برېښنا) مامورين په دا ډول رشوت اخستلو کې سره شريک وي چې په ياد کمپ کې لا موافقې ته نه دي رسيدلي او پر افغانانو برېښنا بنده ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه