تير ماذدیګرشپږ۶بجی دشاه جوی ولسوالی اړوند دکلاخیلو په سړک دواټ دغاړی دماین چاودنه ترسره شوه چی موخه یی ظاهرآ په یاده ولسوالی کی دسیمه ایزوپولیسو مرستيال قوماندان مجاهد ؤ. په دی پیښه کی دیادی ولسوالی دسیمه ایزوپولیسو دمرستیال قوماندان مجاهدترڅنګ دهغه دوه ساتونکی اودسیمی شپږ۶تنه ښځی ،ماشومان اولویان ووزل سول اودولس ۱۲ تنه نوردسیمی ملکی خلک چی اکثرآ یی ماشومان جوړوی ټپیان شویدی.،داچی پیښه کورنو ته څيرمه شویده نوځکه دملکی خلکو مرګ ژوبله هم زیاته ده ،دچاودني مسؤوليت تر أوسه چا نه دى منلى.
ټپیان ژرترژره دامنیتی منسوبینولخوا سیمه ایزوروغتیایی مراکزوته لیږدول شوی چی دهغوی څخه هم یوی ماشومی روغتون ته په لیاره ساه ورکړی اودنورو روغتیایی حالت دډاډ وړدی،
دولایت مقام پدی اړه همدانن ماښام بیړنۍ امنیتی غونډه رابللی اوپدی اړه یی خپلو امنیتی ارګانونودمسولینوته دهراړخیزوپلټنو امرصادرکړی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه