د ملي پيوستون پروګرام يا (NSP) د تېر څو کلن چوپړ په لړ کي دا ځل په روزګان کي د تېرو کلونو په شان يوشمېر پروژې پلي کړي او د ياد ولايت د خلکو د بشپړي ګټي اخستني وړ ګرځېدلي. د يادو پروژو څخه ئې يوشمېر د ياد ولايت په مركز ترينكوټ ، ګيزاب، چوره ، دهراود او شهيد حساس اولسواليو كي په کار اچول سوي وې چي د دروان كال 1392 د سرطان (چنګاښ) په مياشت كي ئې اوولس ټولګتي پروژې بشپړي او د دې ولايت د خلكو دگټي اخستني په موخه وسپارل سوې چي مالي لګښت ئې (18,317,490) افغانۍ او د اولسي وگړو ١٠فيصده ونډه (1,864,289) افغانۍ كېږي، په مصرف رسېدلي دي او شاوخوا 2,863 كورنۍ ورڅخه گټه اخلي. د يادو پروژو څخه ئې پنځه (٥) د ترينکوټ په مرکز، درې (٣) د دهراود ،څلور (٤) د ګيزاب، څلور د شهيد حساس او يوه (١) په چورې اولسواليو کي بشپړي سوي او د نورو کار روان دئ . ملي پيوستون شاوخوا د افغانستان په ټولو ولايتو کي خپلي ټولګټي پروژې پلي کوي او څو پړاونه لري چي دوه ئې پاى ته رسېدلي او درېيم ئې دوام لري. ملي پيوستون يا (NSP) يو له هغو پروګرامونو څخه دئ چي د خلکو د اړتيا او غوښتنو پر بنسټ خپل فعاليتونه مخ ته وړي.
د ملي پيوستون سيميز مسئولين او په سيمو کي د پروژو د عملي کولو او نورو اړونده کسانوغونډه
دملي پيوستون لومړۍ غوښتنه د بن په کنفرانس کي د افعان اولسمشر کرزي له خوا په ٢٠٠٢
کال کي وسوه او وړانديز ئې وکړ چي بايد د ملي پيوستون پروګرامونه په ټول افغانستان کي
پلي سي چي د هغې نېټې څخه پيل او تر اوسه دوام لري.
د يا د پروګرام مالي لګښت د نړۍ وال بانک او د هيواد د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي.