یوه ښځه چي ځانته“شادی پهلوی” وایې ادعا یې کړی، چي دایران دپخواني پاچا محمد رضا پهلوی او دایران دمشهوري سند رغاړي ګوګوش ترمنځ دپټ واده او نکاح په نتیجه کي نړۍ ته منځ ته راغلي ،اوددوی اصلی لورګڼل کیږی .
شادی پهلوی په دا ورستیوکي ټوله نیزو رسنیو ته ورغلي او وایې ،دایران دپخواني پاچا اوګوګوش سکنې لورده. هغه وایي تیاره ده ،چي ددي ادعا دثابتولولپاره دویني معاینات ورکړي.
شادی پهلو ی لیکلي ،چي دخپل ورورکامیز قربانی سره یې اړیکي نیولی دي او دهغه څخه یې غوښتی چی د(دي آن آی DNA)دمعایني لپاره ترکیه ته راشي . همدارنګه هغي لیکلي چي ،غواړي یو وخت خپله مورګوګوش ددي دطرفدارانو په منځ کي ووژني.«شادی پهلوی»وایې چي بی پلاره او بی موره یې دژوند سخت کړاوونه تیر کړي دي .دهغي په وینا مور یې پوره مالومات در لودل چي زه ژوند ی یم ،ولي بیا هم زما په لټه کي نشوله،نوځکه زه ورڅخه سخته کرکه لرم.
دایران وتلي سند غاړي گوگوش دمګړۍ په بهر کي دامریکا په (لوس انجلیس )کلیفورنیا آیالت کی ژوند کوي او درضا شاه په وخت کي ګوګوش دایران تر ټولومشهوره سند غاړي بلل کیدله ،هغي درضا شاه پهلوی په وخت کي دشاهي کورني په مراسموکي برخه اخیستله .
کور / تازه خبرونه / شادی پهلوی:زه دایران دپخواني پاچا محمدرضا پهلوی اودایران دوتلي سندرغاړي ګوګوش لوریم