کور / تازه خبرونه / روزګان: د سميزو خبريالانو لپاره ۶ ورځني وركشاپ پيل سو

روزګان: د سميزو خبريالانو لپاره ۶ ورځني وركشاپ پيل سو

د روزګان ولايت د ژورناليستانو،مدني ټولنو فعالانو او يو شمير ځوانانو لپاره شپږ ورځني ورکشاپ پيل سو.
دغه شپږ ورځني ورکشاپ کي چي د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د سترا تژيکو اړيکو د څانګې په مالي او تخنيکې مرسته د LAPIS يا د عامه ستراتژيکو اړيکو د کمپنۍ او ني مطبوعاتي انستيتوت له خوا پلي سوي د تخنيکي او فوتو ژورناليزم، عامه ستراتژيکو اړيکو، او وړتيا لوړلو په برخه کي روزنه ورکول کيږي.
په ياد ورکشاپ کې د سيمه ايزو ژورناليستانو په ګډون ۲۵ تنه د بشري حقونوادارې استازي د مدني ټولنوفعالان او ځوانان ګډون لري.
د د عامه اړيکو مسؤل داکټراحمد ذکي وويل چې دوي په اروزګان ولايت کي د عامه اړيکو د پياوړتيا په موخه د ياد ولايت د مطبوعاتي دفتر په غوښتنه دا ورکشاپ ترتيب کړ، ترڅو وکولاي سي د ټولنې او سيمه ايزې ادارې ترمنځ اړيکې لا پياوړې اوهغه کسان چې په دې برخه کي مهم رول لري خپل مسؤليتونه ورته په ګوته کړي .