واشنگتن:- په افغانستان کي دامریکا پخواني سفیرډاکتر زلمی خلیلزاد وایې ،چي دامریکا او افغانستان تر منځ ستراتیژيک تړون به دروان کال داکتوبر دمیاشتي پوري لاس لیک نشي.ډاکترخلیلزاد دواشنګټن پوست په ورځپانه کي په خپله یوه مقاله کي لیکلي چي،دافغاني او امریکایې چارواکوترمنځ دروانواړیکو پربنسټ دي نتیجي ته ورسیدم چي دغه تړون لا تراوسه دلاس لیکولولپآره تیار نه دئ.
مخکي دامریکا یې ځواکونولوی درستیز جنرال مارتین ډمپسي غوښتنه کړی و ه ،چي د ا تړون به داکتوبر دمیاشتي نه مخکي لاس لیک شي .همدارنګه دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي هم ویلي و،چي تیاردی دغه تړون لاس لیک کړی.
خلیلزاد وایې ،چي دافغانستان او امریکا دلوړ پوړوچارواکوتر منځ دنه اعتمااو باورفضااودجګړۍ ددریدلولاري چاري هغه خنډونه دي ،چي ددي تړون د لاس لیکولولپاره یې ستونځې منځ ته راوړي دي.
خلیلزادزیاتوي چي حامد کرزی دواشنګټن څخه ګیله من دي ،چی دافغانستان په دننه کي دمخالفونوپه مقابل کي بي تفاوته دي اودافغانستان پرخاوره باندي دسرحدڅخه دپرله پسي رآکټي بریدونو لړۍ دغه اړیکي نوري هم ګډي وډي کړي دي.