دسیاسي ګوندونواوایتلافونو دهمکارۍ شورادپنجشنبې په ورځ دډاکټر عبدالله عبدالله په کورکې یوه غونډه جوړه کړې وه ترڅوپه راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې ددغې شورا د احتمالي کاندیدانوپه تړاوپریکړه وکړي.
دغونډې پرمهال دسیاسي احزابوله استازوجوړې شوې ګډې کمیټې ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدحنیف اتمراوانورالحق احدي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوکې ددغې شوراداحتمالي کاندیدانوپه توګه معرفي کړل.
په همدې حال کې دسیاسي ګوندونو او ایتلافونو دهمکارۍ شورا دولسمشریزوټاکنو لپاره دیوکاندیددټاکنې لپاره کمیټه جوړه کړه. له ډیروبحثونو وروسته دغې کمیټې اعلان وکړ،چې یادې درې څیرې به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ددغې شورا دنوماندانو په توګه ګډون وکړي.
ددې کمیټې په یوه غونډه کې پریکړه وشوه چې ټول احزاب راتلونکو ټاکنو ته یوکس د خپل کاندیدپه توګه وروپیژني. ددغې شوراچارواکو ویلي، چې دحق اوعدالتګوند داتمر په مشرۍ، افغان ملت ګوندداحدی په مشرۍاودملي ایتلاف جبهه دعبدالله په مشرۍ وراتلونکوټاکنوته خپلونوماندانونومونه نهایي کړې دي.
خو ملي ټلوالې دخپل کاندیددمعرفي کولو پخاطریوه اونۍ وخت غوښتی دی.
ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ اودولایتي شورا ګانو ټاکنې د(۱۳۹۳) هجری شمسي کال دوري په شپاړسمه نیټه ترسره شي.
دیادوني وړده چي یوه اووني مخکي دفهیم په کورکي هم دمجاهدنو لخواه ورته ناسته جوړه شوی وه ،چي په ترڅ کي یې عبدالرسول سیاف دولسمشري ټاکنولپاره وړکاندبدونومول شو.په دغه کورني میلمستیاکي ډاکترعبدالله عبدالله ،اویونس قانوني هم ګډون درلودي.
عبدالقیوم کرزي،عطامحمدنور،احمدضیآ مسعوداوزلمې خلیلزادبیا هغه کاندیدان دي چي تراوسه پوري دولسمشرۍ چوکي ته دکاندیدپه توګه بي صبرانه انتظارباسي.
کور / تازه خبرونه / دجمهوری ریاست راتلونکوټاکنوته ډاکټرعبدالله،حنیف اتمراوانورالحق احدي احتمالي کاندیدان دي