اسلام اباد:دبي بي سي د خبر له مخې په پاکستان کې د حکومت ستر مخالف ګوند پيپلز د خلکو ګوند د ولسمشرۍ له ټاکنو سره پرېکون يا بايکاټ اعلان کړی دی.د دغه ګوند مشرانو د سترې محکمې له لوري د انتخاباتو په نېټه کې د بدلون پر ضد د احتجاج په توګه دغه ګام په يوه بېړنۍ ناسته کې پورته کړید انتخاباتو کمېسيون مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د اګست شپږمه نېټه اعلان کړې وه، خو وروسته د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز په غوښتنه، سترې محکمې دغه نېټه يوه اوونۍ مخکې کړه.واکمن ګوند مسلم ليګ ن سترې محکمې ته ويلي و، چې د اګست په شپږمه به د پارلمان او ايالتي جرګو ګڼ شمېر غړي سعودي عربستان ته د عمرې لپاره تللي وي او له رايې ورکولو به محروم پاتې شي.سترې محکمې د مسلم ليګ ن غوښتنه ومنله او د انتخاباتو کمېسيون ته يې لارښوونه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې د جولای په ۳۰مه وکړي.د پيپلز ګوند د ولسمشرۍ ټاکنو کانديد رضا رباني يوې خبري ناستې ته وويل چې سترې محکمې يو اړخيزه پرېکړه کړې، ځکه چې ده ته د اورېدو فرصت نه دی ورکړای شوی، چې دا د سترې محکمې د خپلو مخکنيو پرېکړه څخه سرغړونه ده.ښاغلي رباني ويلي چې سترې محکمې په قضيو کې د مخالفې غاړې د نظر اورېدل لازم بللي و، خو په دې قضيه کې يې ده ته دا فرصت ور نه کړ.رضا رباني زياته کړه چې د ټاکنو په نېټه کې بدلون د ده لپاره د ټاکنیز کمپاين چلول ګران کړل، ځکه په کم وخت کې يې ده ته ايالتونو ته د رايې غوښتلو لپاره ورتلل ناشونې کړل.يوې بلې مخالفې ډلې مسلم ليګ ق هم چې خپل کانديد يې اعلان کړی و له انتخاباتو سره بايکاټ کړی دی.