اسلام اباد: دپاکستان مرکزي کابينې د افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې اوسيدو مهال دنورو دوو کالو دپاره وغځاوه ، په اړه دپاکستان د صدراعظم نواز شريف په مشرۍ غونډه وشوه چې په کې مرکزي کابينې دا خبره رسماومنله چې افغان کډوال به په پاکستان کې د٢٠١٥کال د جون تر مياشتې پورې ميشت وي په غونډه کې دپاکستان سيفران وزير عبدالقادر بلوچ په مشرۍ يوه ځانگړې کميټۍ جوړه شوه. چې د څلور واړو ايالتو په ضلعو او يونين کونسلو کې د افغان کډوالو ريکارډ راټولوي او د دوى ستنيدنې لپاره به ملي پاليسي جوړوي