د ماليې وزير د کندهار د ګمرک د نوي وداني پرانيستنه وکړه
د ماليې وزارت وزير حضرت عمر زاخيلوال پرون د يوه هيئت په مشري کندهار ولايت ته راغلى او دلته يې له والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وليدل.
نوموړى پرون د کندهار والي سره د ليدني پر مهال وويل چي کندهار ته په دې موخه راغلي چي دلته حالات له نژدې وګوري ، د ولايتي ادارې نظريات او پېشنهادونه ورسره واخلي او او د کندهار ولايت د ګمرکي مشکلاتو او موضوعاتو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.
نوموړى نن سهار د خپل پلان سره سم د کندهار والي سره يوځاي د کندهار د ګمرک څخه ليدنه وکړه او هلته يې د ګمرک د نوي وداني پرانستنه وکړه.
د افغانستان د ماليې وزير د دغه وداني د پرانستني پر مهال وويل چي دغه وداني په دې موخه جوړ سوى څو د ګمرکي مامورينواو سوداګرو پرتې ستونزي حل سي. دده په خپره دغه وداني د شپږلکه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه سوې چي د مجهزو او اړينو وسايلو درلودونکي دي
دغه راز کندهار والي پوهنول توريالي ويسا هم د ياد وداني د پرانستني پر مهال وويل چي په نوې وداندي سره به د ګمرکي مامورينو کارونه اسانه او پر مخ ولاړ سي او هغه ګمرکي ستونزو چي سوداګر او ګمرکي مامورين ورسره مخا مخ دي، له منځه ولاړي سي.
دغه راز ښاغلى زاخيوال پرون د بولدک ولسوالۍ د ګمرګ څخه هم ليدنه وکړه او وويل چي يادي ولسوالۍ ګمرک د افغانستان په سطحه په پر مختللو وسايلو مجهر او پر معيارو برابر جوړ او د موادو د تشخيص لپاره د يو معياري لابراتوار دلودونکې ده.
هغه همدارنګه د کندهار ښار د جامع عمر څخه ليدنه وکړه او وويل چي د دغه جامعې د جوړولو لپار ه پلان لر ي چي يو ميليون امريکايي ډالره نور هم پر دغه جامع ولګوي څو کار يې پر مخ ولاړسي او دا جامع جوړ ه سي.