دجوزجان ولایت څخه رارسیدلی خبر وایې،چي ددي ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د يوي چاودني له امله دپنځو پوليسوپه ګډون دوولسوتنوته مرګ ژوبله واوښته.
دغه پېښه نن سهار مهال شاوخوا اته بجې،په يوه زرنج موټرسايکل کې دځای پرځای شووچاودېدونکو توکودچاودنې له امله، رامنځته شوله.چاودنه هغه مهال دآقچې – شبرغان دموټرونو په تم ځاي کې رامنځته شوه، چې دپوليسو دګزمې موټرله سيمې څخه دتېرېدلوپه حال کې و.
دآقچې ولسوال رسنیوته وويل، چې په دغه چاودنه کې يوپوليس سرتېری اويوولسی وګړی وژل شوی اودڅلوروپوليسوپه ګډون،لس تنه نورټپيان شوي دي.
داچاودنه په داسي حال کي ترسره کیږي چي نن دجوزجان نوی والي په کار پیل کوی.
یوبل خبر وایې چي،نن سهار)۷)بجي په کندزولایت کي داولي حوزی دکابل بندرداډۍ څنګ ته یوه چاودنه ترسره شوله.دکندزدچارواکوپه وینا په دغه چاودنه کي دملي امنیت یوکس وژل سوی اودري تنه نورټپیان شوي دي.
عینی شاهدان وایې،په دغه چاودنه کي دري کرولاموټرونواوځینودوکانونه ته زیان رسیدلي دي.
تراوسه ددغوچاودنومسووليت کومې وسلي والې ډلې په غاړه نه دی اخېستي.