کور / تازه خبرونه / د سند سکر کې بمي چاودنې شوې

د سند سکر کې بمي چاودنې شوې

د پاکستان په جنوبی سند ايالت کې بمي بريدونه شوي چې له امله يې يې د ٥ وسله والو په گډون ٦ کسان وژل شوي او ٤٠ ټپيان شوي دي.دولتي ټلوزيون ويلي وسله والو په سکر ښار کې د پاکستان استخباراتي اېجنسۍ او نورو امنيتي دفترونو سره ۴ بمي چاودنې کړې دي.په سيمه کې له چاودنو وروسته د خال خال ډزو راپورونه ورکړل شوي دي .چارواکيو ويلي پر دغو ودانيو چې کلکه ساتنه يې کېږي، تر ۷ پورې بريدګرو يرغل کړی دی.د پاکستان دولتي ټلوزيون (PTV) د خبر له مخې وسله والو پر يوه حکومتي وادنۍ ولکه کړې، په داسې حال کې چې يو بل دفتر لا تر اوسه تر ډزو لاندې دی.د راپورونو له مخې د درېيمې ودانۍ چت رالوېدلی، چې وېره ده خلک یې تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.یوې سرچینې د پاکستان ډان ورځپانې ته ویلي، چې وژل شویو کې د ای ایس ای څلور چارواکي هم دي، چې یو په کې د دغه سازمان مرستیال مشر زیشان دی.د نورو ای اېس ای وژل شویو چارواکو نومونه عزیزالله، اصغر علي او نذیر احمد ښودل شوي، خو ډان وايي، چې تر اوسه کومې رسمي سرچینې د دوی وژل کېدل نه دي تایید کړي.