کور / تازه خبرونه / دولسمشرۍ ټاکنې د جولايي په ٣٠کيږي

دولسمشرۍ ټاکنې د جولايي په ٣٠کيږي

اسلام اباد:د پاکستان سترې محکمې ولسمشرۍ ټاکنه تر خپلې ټاکلې شوې نېټه يوې اوونۍ را وړاندې کولو امر صادرکړى دی. د پاکستان ټاکنوکميسون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اګست میاشتې شپږمه نېټه ټاکلې وه، خود سترې محکمې امر راتلو وروسته به د دغه ټاکنې د جولايي په ٣٠مه نېټه ترسره کيږي.سترې محکمې دغه حکم په داسي حال کې مخ ته راغلی چې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند په سترې محکمې کې يو ه عريضه ورکړه چې ولسمشريزه ټاکنې دې تر خپلې ټاکل شوې نيټې يوه اوونۍ وړاندې وکړل شي، ځکه چې دغه نيټه به د روژي مياشتي اخري ورځ وي.د پاکستان صوبايي او قامی پارليمان به نوی ولسمشر ټاکي.موجوده ولسمشر اصف علي زرداري د دويمې مودې لپاره کانديد نه دی ځکه چې د دوی پيپلز ګوند په پارليمان کې اکثريت نه لري.بلخوا د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند ممنون حسېن، تحریک انصاف ګوند جسټس ریټایرډ وجیح الدین او پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او بلوچستان نېشنل پارټۍ په شريکه رضا رباني خپل صدارتي کانديدانو په توګه نومولي دي .د یادونې وړ ده چې د قبایلي سیمو شپږو آزادو پارلیماني غړیو په دې انتخاب کې د مسلم لیګ نواز ګوند د کانديد د ملاتړ اعلان کړی دی.