کور / تازه خبرونه / په هلمندکي دغنموحاصلات ترنوروکلونوښه دي

په هلمندکي دغنموحاصلات ترنوروکلونوښه دي

لښکرګاه:دهلمند ولايت كې كروندګروايي، چې دتېروكلونوپه پرتله يې دغنموپه حاصلاتوكې دپام وړزياتوالې راغلى دی،خوستونزه داده، چې دولت ددوی دغنمولپاره، دبازارپه پيدا كولوكې پاتې راغلي اودغنمودپلورلوزمینه یې نه ده ورته موندلي.بله خواددغه ولايت دكرنې چارواكي،دكروندګروستونزه پرځاى بولي اودغنمودحاصلاتود زياتوالي لامل،داصلاح شووتخمونو وېشل اودكروندګروښه روزنه بولي.
دهلمندولایت كروندګراوځمکه وال ددغوحاصلاتو لپاره دمناسب بازارنشتوالي او ددولت نه پاملرنه هغه لاملونه بولي، چې غنم يې په ټيټه بيه پلورل كېږي اويا هم حيواناتو ته وركول كېږي.
ددوى په وينا، بهرنى مؤسسې له ګاونډيو هېوادونو څخه د مرستې په نوم دغه ولايت ته غنم راوړي؛ خو له دوى څخه يې نه پېري اوددې ترڅنګ دسوداګروله خوا هم په پراخه كچه پاكستاني اوړه،چې كيفيت يې هم ډېرټيټ دی، راوړل كېږي اوداددوی لپاره يوه ستره ننګونه ده.
دغه كروندګر وايي، كه دولت ددوى دغنمو لپاره ښه بازار پيدا كړي، نو لیرې به نه وي چې هلمنديو ځل بيا دهېواد دغلې دانې دګودام نوم خپل كړي.
دهلمنددكرنې رييس روح الله روان دبست باستان ویبپاڼي ته ویلی، چې سږكال يوازې دهلمنددكروندګروله خوا په شاوخوا ه (۹۰ )هكتاره ځمكه غنم كرل شوي وو، او ټول (۴۵۰ )زره ټنه غنم ترلاسه شوي، چې دادتېروكلونوپه پرتله ډېره لوړه كچه ده.
دنوموړي په وينا،ددغوحاصلاتودزياتوالي لامل داصلاح شوو تخمونو او ښې كيمياوي سرې وېشل اوددوى له خوادكروندګرو ښه روزنه ده.
هغه وايي، چې ددغو حاصلاتو لپاره دبازار موندنې په برخه كې هم ددوى هڅې روانې دي او(۷۰ )سلنه مخ ته تللې دي. نوموړی وايي، هيله من دي چې په دې برخه كې به ډېرې لاسته راوړنې ولري.
دهلمندولایت دافغانستان دهغوولایتوڅخه دی،چي مخدرتوکي اوکوکنارپکي ډیرکرل کیږي.ددې ترڅنګ دولت هڅه کوي، چې دنوروسيمو په څېرپه دغه ولايت کې هم دکوکنارودکښت مخنيوی وکړي؛خوکروندګراوځمکه وال اوس هم کوکنارکري اووايي، چې دنوروتوکوپه پرتله يې ګټه زياته ده.
که چیری دولت ددي ولایت دکروندګرودحاصیلاتو لکه(غنم،پنبه،جواري،تازه میوولکه انګور، هندواڼو،خټکيو)اونوروحا صیلاتوغم ونه خوري ،ډیرامکان شته چي کروندګربیرته ددغو مخدرو توکو اوکوکنارووکرلوته مخه کړي
دهلمنددغنمو سږني حاصل کروندګراوځمکه وال هڅولي دي، چې په راتلونکي کې په خپلوځمکو کې غنم وکري.