کور / تازه خبرونه / امام بخاري جومات پرانيستل كيږي

امام بخاري جومات پرانيستل كيږي

په ازبكستان كې د (امام محمد بن اسماعيل ) يا امام بخاري جومات چې د پخواني شوروي اتحاد په دوره كې ځپل شوې وو يو ځل بيا د مرمت او بياجوړنې نه وروسته د زيارت كوونكي پرمخ پرانيستل كيږي.د امام بخاري جومات د ازبكستان د ولسمشر اسلام كريموف په هدايت د سره بيارغول كيږي.د امام بخاري جومات چې د پيړيو راهيسې د مسلمانانو لپاره د زيارتګاه وه يو ځل بيا د بيارغونې نه وروسته د زيات كوونكو پرمخ پرانيستل كيږي.د يادولو وړ ده چې د امام بخاري د جومات د بياجوړنې په خاطر د ايران نه ځانګړي معماران راوستل شوي دي .پدې جومات كې زيارت كوونكي د امام بخاري د ژوند په اړه معلومات ترلاسه كوي .امام بخاري د اسلام مبارك دين ته د سترخدمت كوونكو نه يو ډير لوى عالم دى.امام بخاري د اسلام په دين كې د يو ځانګړې موقف نه برخمند دى.امام بخاري د اسلام د ستر پيغمبر حضرت رسول كريم صلي الله عليه وسلم د احاديثو تر ټولو لوى كتاب بخاري شريف ليكلى دى .امام بخاري په بخاري شريف كې ۷۲۷۵ صحيح احاديث راټول كړي دي.