دولسي جرگې له خوا داستيضاح په پايله کې دکورنيوچارودوزيرمجتبى پتنگ له بې واکه کولوڅوګړیووروسته ښاغلي پتنگ دخبریالانویوي غوڼدي ته دولسي جرگې دغړودغیرقانوني قانوني کړنوڅخه پرده پورته کړله اودهغوى ددغه رازکړنويواوږدنوملړيې دخبريالانوپه مخ کې کښیښود.
هغه وویل:
۱:وکیلانو (۱۵) زره عریضي دکورنیوچارووزارت ته رالیږلی دي،چي زیاتره یې غیرقانوني غوښتني دي.
۲:دکورنیوچارووزارت (۱۵۳۳) سرتیري یاعسکردوکیلانوپه خدمت کي په دندوبوخت دي.دهغه په وینا دومره سرتیري زموږ دهیوادهیڅ ولایت هم نلري.
۳:دکورنیوچارووزارت دتجهیزاتوڅخه(۴۶)رینجیرموټرونه ګاډي په غیرقانوني ډول دوکیلانو په خدمت کي دي.د پنځلسوزروعریضوپه جمله کي وکیلانو(۶) عرادي دکرولاموټرونه دکورنیوچارووزارت څخه د خپلی شخصي ګټئ اخستني لپاره غوښتي دي.
۴:وکیلانودکورنیوچارووزارت څخه په غیری قانوني ډول(۲۵۴) میله وسلي او(۵۱) تفانچي اخیستي دي،چي غیری قانونی بڼه لري اوداوسلي یواځې دکورنیوچارووزارت په چوکاټ کي ددي وزارت دتشکیل یوه برخه ده. چې په هېڅ توگه ددې جوازنه شته چې دکورنيوچارويا دفاع وزارت پوځي وسله دي له يوه پارلماني اوملکي کس سره وي.
۵: وکیلانود(۳۰۰۲)وسلو دکارت اوجوازدآمرغوښتنه کړی ده ،چي دقاچاق برانو،تجارانواونوروخلکوباندي یې خرڅولي .
۶:وکیلانودکورنیوچارووزارت څخه د(۸۴) زرهی یاضدمرميوګاډیودآمرغوښتنه کړیده، چي هغه امرونه اوجوازونه بیا په نوروغیری مسئولوخلکوباندي وپلوري.
۷:دولسي جرګي وکیلانود(۹۳) دمخدروتوکواوقاچاقبرو بندیانودتبدیلي غوښتنه کړی،چي دغه قاچاق بران دیوه محبس څخه وبل محبس ته تبدیل شي اوهغوی غوښتل چي دغه کسان وروسته بیخي خوښي شي.
۸:دولسي جرګي یوه وکیل د(۲۳۲) دتکسی چلولوګاډیوامرونه اخستي دي، هغه وکیل بیا وروسته هغه امرونه په توربازارکی خرڅوی ،همدارنکه وکیلانود(۳۴۷) ګاډیودلمبرپلیټ دتبدیلولوغوښتنه دوزارت څخه کړی ده.
۹:وکیلانودکورنیوچارووزارت څخه په ولایاتوکي د( ددي وزارت د(۴۳۰) پرسونل دتبدیلولوادعاوي کړي دي ،چي په هغوی کي دترافیک،جنايې ،پاسپورت اولوژستیک کارکونکي شامل وو،ولی یوتن هم دنظام عامه کس پکی نه وو.
۱۰:دکورنیوچارووزارت ته(۲۳) وکیلانودپاسپورت ریاست څخه دپاسپورت ،ویزی مستقیمه غوښتنه کړی ده، بیله دي چي قانوني سلسله مراعات شي.
۱۱:وکیلانودکورنیوچارووزارت له لاري په بهرکي د(۱۲۴) محصلنو دبورسونوداستولولپاره غوښتني کړی دي ،چي دغه کارسرته رسیدلي دي اوټوله یې غیرقانونی دي.په دغومحصلنوکي دوکیلانو زامن، دکاکازامن اویاددوی دکورني نږدي خپلوان شامل دي .
۱۲:وکیلانودکورنیوچاروزارت څخه ددي وزارت د(۱۴۷) کسانودتبدیلولو غوښتنه کړیده،چي زیا تره یې غیرقانوني بڼه لری اودغه کسان ټوله ددوی خپلوان اودوستان ګڼل کیدل.
۱۳:وکیلانودکورنیوچاروله وزیرڅه غوښتي دي ،چي د(۷) تنودجنرالي امرورته واخلي. دغه کسان ټوله بیسواده دي اومسلکۍ تجربي نلری،ولي وکیلان وایې چي ددوی خپلوان وژل شوی دي اوبایددجنرالي امرورته ورکړل شي.ددوی غوښتني رد شوي.
۱۴:وکیلانودکورنیوچاروله وزیرڅخه په دغه وزارت کي دخپلوملګرو، دوستانودجنرالي رتبي ته دلوړولو ادعاوي کړی دي.دکورنیوچارودوزیرپه قول دمګړۍ داوزارت (۱۳۵) احتیاطی جنرالان په بست کي موجودلري،چي دپخوانیووزیرانو لخواورته دجنرالي امرونه اخستل شوی دي.اووزارت ورته ځای نلری.
۱۵:دکورنیوچاروله وزیرسره د(۷۲) وکیلانونومونه شته،چي هغوی دځمکي په غصبولوکي پوره ونډه لري.
په اخیرکي مجتبی پتنګ دخبریالانوغونډی ته څرګنده کړه ،چي دده سره یوه داسي( سي ډیCD) شته چي دافغانستان دپارلمان غړي دقاچاقی توکوپه لیږدولوکي ترنایجریا هیواد پوری لاس لری. دهغه په وینا دغه اسناد به دمحکمي غړوته وسپاری ترڅو په دی اړه پوره څیړني ترسره شي. دپتنګ صاحب دژوندیوخبرو ننداره په :
( لاندي ویدیوکي وګوری!)