کور / تازه خبرونه / روزګان: كشف سوي ماين ۷ افغان سرتيري ووژل.

روزګان: كشف سوي ماين ۷ افغان سرتيري ووژل.

په روزګان کې چاودني ۷ افغان سرتيري ووژل .
د روزکان په خاص روزګان ولسوالۍ کې موټرسيکل بم چاودني ۷ افغان سرتيري ووژل .
چاودنه پرون دوشنبه ماښام څه باندي اووه بجې د ولسوالۍ د شالۍ ناوي په سيمه کې هغه وخت رامنځ ته سوه کله چې د ملي اردو سرتيرو او سيمه ايزو پوليسو کشف سوی موټرسيکل بم خنثی کاوه او پرې وچاويدی .
په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميد وايې چي په دې پيښه کي دري د ملي اردو سرتيري او دري سيمه ايز پوليس وژل سوي دي ، د روزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د ملي اردو د وژل شويو سرتيرو شمير څلور تنه ښيي .
مخکي داسي خبرونه وه چي هلته د ملي اردو قرارګاه ته ځانمرګي بريدګر ننوتي او جګړه روانه ده خو هغه خبرونه ناسم وبلل سوه .
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دی احستی .