دافغانستان دلوی څارنوالۍ ویاندبصیرعزیزي ددوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل،چي دولسي جرګې غړي انورسادات څخه به تحقیقاتو پیل شي، هغه زیاته کړه چې له سادات څخه به دخپلووروستیوغیرقانوني څرګندونوپه اړه تحقیق کیږي،چې نوموړي دقانون خلاف دولسي جرګي په غونډه کي کړی وي.
انورسادات په ولسي جرګه کې دسرپل ولایت دخلکو استازی دی اودافغانستان یوه قوم ته په سپکاوي تورن شوی دی.
وروسته له هغې چې؛ دولسي جرګې دغړي انورسادات پرضددپلازمينې کابل په ګډون دهېوادپه څو ولایتونو کې مظاهرې او اعتراضونه وشول، لويې څارنوالۍ له نوموړي څخه دتحقیقاتو حکم وکړ.لاریون کونکو په رسمۍ توګه خپل شکایت لویې څارنوالی ته وسپاري ترڅوهغه دخپلوڅرګندونوپه خلاف جزا وویني.
دلوی څارنوالۍ ویاندبصیرعزیزي ددوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې دښاغلي سادات وروستی څرګندونې دملي ګټواوقانون په خلاف وبللې اوویې ویل،چې نوموړی باید څارنوالۍ ته دتحقیق لپاره حاضر شي:
دپارلمان دغړي ښاغلي انورسادات خبرې دهیواددنافذه قوانیوپرخلاف دي، هر ډول تفرقه اچول چې دملي ګټو پرخلاف وي، دهیواددنافذه قوانینو له مخې جرم پیژندل کیږي.
ښاغلي عزیزي وویل چې؛ له سادات څخه د تحقیقاتو دحکم په اړه یې مکتوب ولسي جرګې ته استولی دی.نوموړي و ویل څارنوالۍ دا اقدام دهغو شکایتونو په اساس کوي چې د افغانستان دمدني ټولنو فدراسیون اوځینونورو مدني سازمانونو دانور سادات د وروستیو څرګندونو په اړه لویې څارنوالۍ ته کړي دي.
دغه سازمانونه سادات د افغانستان یوه قوم ته په سپکاوي تورنوي او په تیرو څو ورځو کې یې په کابل اوڅو ولایتونوکې مظاهرې هم وکړي.
دوی وايي، نوموړي دتیري چهارشنبي په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د افغانستان یو قوم انتحاریان او تروریستان بللي دي.
له بلې خوا دولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل، چې سادات په هماغې ورځ دخپلوڅرګندونو له امله له خلکو بخښنه وغوښتله.
عرفان وویل، که له سادات څخه د تحقیقاتو په اړه دلویې څارنوالۍ مکتوب ولسي جرګې ته ورسیږي، نودغه جرګه به یې په اړه پریکړه وکړي.
تر اوسه معلومه نده چې انور سادات به دخپلو څرګندونو په اړه دتحقیقاتو په خاطر لوي څارنوالۍ ته حاضرشي او که نه.
تر دې مخکي د مالي وزیر هم په( ۶) وکیلانو بیلابیل تورونه لګولي و، خو اکثره یې لویې څارنوالۍ ته دتحقیق لپاره حاضرنه شول.
ځیني کتونکي وايي وکیلان له خپل پارلماني مصونیت نه ناوړه ګټه اخلي او چې له قانون څخه دسرغړونې په صورت کې هم اړوندومراجعو ته د ځواب ویلو لپاره نه ځي.