کور / تازه خبرونه / وردګ : ولايت مقام به د صنعتي پارک چاري پيل کړي

وردګ : ولايت مقام به د صنعتي پارک چاري پيل کړي

که دایسا اداره په میدان وردګو ولایت کي د صنعتي پارک عملي چاري د رواني میاشتي تر وروستي پیل نه کړي،نو ولایت مقام به یي چاري د سوداګرو په همکارۍ پیل کړي.
دغه خبره د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( دوشنبه) د دغه ولایت د سوداګرو سره په ځانګړي غونډه کي ترسره کړه او زیاته یي کړه،چي له تيرو شپږو میاشتو راهیسي د ولایت مقام له لوري سره د پرلپسو اړيکو په ترڅ کي بیا هم ایسا اداري تر دا مهاله په دغه ولایت کي د صنعتي پارک عملي چاري پیل نکړي .
ده وویل : ایسا اداره د ډیزاین او په ځینو نورو نومونو به میدان وردګو ولایت کي د صنعتي پارک پروژه له ځنډ سره مخ کوي او که د رواني میاشتي تر وروستیو پوري خپلي چاري پیل نکړي،نو ولایت مقام به د سوداګرو سره په شریکه د دغه پارک د ډیزاین او نوري عملي چاري پیل کړي.
د میدان وردګو د والي په وینا د ایسا اداري له لوري د صنعتي پارک ځنډیدل د هغه سوداګرو علاقه چي پلان لري به دغه پارک کي بيلابيلي فابریکي او نور سوداګریز کارونه ترسره کړي کموي چي د صنعتي پارک د نا کامیدو لامل ګرځي.
د میدان وردګو والي وايي په هره ډول قانوني لاره چي کیږي،د دغه ولایت سوداګرو ته به په دغه ولایت کي د پانګي اچوني زمینه ډیر ژر برابر کړي،ترڅو د پانګي اچوني په ترڅ کي د دغه ولایت اوسیدونکو ته کاري زمینه هم برابره شي .