کور / تازه خبرونه / مسلميار : ټول قومونه سره وروڼه دي خو پښتون ئې مشر ورور دئ

مسلميار : ټول قومونه سره وروڼه دي خو پښتون ئې مشر ورور دئ

د مشرانو جرګي يو شمير غړي وايي، په اولسي جرګه کي د سرپل استازى سيد انور سادات دي محاکمه او له او لسي جرګې دي وايستل سي.
دغه څرګندوني د مشرانو جرګي ځينو غړو، د سيد انور سادات د چهارشنبې ورځي څرګندونو په غبرګون کي نن د مشرانو جرګي په عمومي غونډه کي وکړې.
سادات د اولسي جرګي په غونډه کي ويلي وو، چي اولسي جرګي؛ې د تيري دو شنبي په ورځ د نفوسو احوال د ثبت قانون په داسي حال کي تصويب کړى، چي د جرګي نصاب پوره نه وو.دا په داسي حال کي ده، چي د تصويب له پاره د رايي ورکولو په پاى کي د اولسي جرګي لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، چي غونډه يي تر مشرۍ لاندي جوړه وه، وويل، چي له حاضرو ١٣٦ وکيلانو څخه ١٠٥ يي د دي طرحي تصويب ته رايه ورکړه.
خو تېره چهار شنبه انور سادات وويل، چي دغه پريکړه سمه نه ده او دغه موضوع بايد تعقيب سي او ارشيف ته مراجعه وسي.
ده زياته کړه: د افغانستان ترکان په تذکره کي د هويت ذکر ته اړتيا نه لري، تاسو شاهد ياست، تاريخ شاهد دئ چي پر دې مځکه ئې زر کاله عادلانه حکومت کړى. مهرباني وکړئ تاسو څه کړي، پرته له انتحار او انفجار، افغانستان مو په اداري او اخلاقي فساد بدنام کړ، زه غواړم چي جناب ميرويس ياسيني له دي مجمع معذرت وغواړي.”د اولسي جرګې په ياده غونډه کي د همدې جرګې ځينو غړو د سادات پر څرګندونو نيوکي وکړې.
خو سادات وويل: “زما هدف کوم قوم ته سپکاوى نه وو، ما دا خبري په حکومت پسي کړي او که څوک فکر کوي، چي دغه خبري ما هغوى پسي کړي، نو زه تري بخښنه غواړم.”
خو د مشرانو جرګي په نننۍ عمومي غونډه کي د زابل استازي محمد داود حساس وويل، چي سادات په خپلو وروستيو څرګندونو کي پښتنو ته سپکاوى کړى دئ.
د حساس په وينا، سادات په يادو څرګندونو سره هڅه کړې، چي په افغانستان کي د قومونو ترمنځ بي اتفاقي او ستونزي پيدا کړي.
دى وايي، چي اولسي جرګه بايد سادات له جرګې وباسي او محکمي ته ئې وسپاري تر څو اعدام سي.
په ياده جرګه کي د کندهار استازى بسم الله افغانمل هم وايي، چي سادات په خپلو وروستيو څرګندونو کي “د افغانستان ستر قوم (پښتون) ته توهين کړى او بايد محاکمه سي.”
هغه زياته کړه: “سادات په خپلو څرګندونو کي خپله بي ظرفيتي وښوده، دى بايد محاکمه سي او د ملالۍ جويا په څېر له اولسي جرګې و ايستل سي.”
افغانمل له لويي څارنوالۍ وغوښتل، چي هر څه ژر سادات تر عدلي تعقيب لاندي راولي او محکمي ته يي معرفي کړي، څو په راتلونکي کي څوک د “وروڼو قومونو تر منځ ” د نفاق رامنځته کولو هڅه ونه کړي.
د مشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار وويل، چي په افغانستان کي ټول قومونه سره وروڼه دي او پښتون د ټولو مشر ورور دئ.
مسلميار وويل، چي انور سادات بايد د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي، ځکه چي د قومونو د بى اتفاقۍ لپاره يي خبري کړي دي.
هغه د اولسي جرګي له اداري پلاوي او غړو غوښتنه وکړه، چي له قانون سره سم د سيد انور سادات په اړه پرېکړه وکړي.
تر دي وړاندي هم مدني ټولنو او ځينو نورو بنسټونو او اشخاصو د غونډو جوړولو او لاريونونو له لاري د سادات د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى او له ولسي جرګي يي غوښتي، چي سادات له جرګي څخه وباسي او عدلي ارګانونو ته يي معرفي کړي.
د سياسي چارو شنونکي په دې آند دي چي ډېرى کسان غواړي د دې لاري ځان په ملت و پېژني او په راتلونکي د ملت د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.